د دایکندي سیمهییز چارواکي وايي چې طالبانو لسګونه هغه ملکي وګړي بېرته خوشې کړي چې پنځه ورځې مخکې یې د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې یرغمل کړي وو.
د دایکندي امنیه قوماندان غلام سخي غفوري امریکا غږ ته وویل چې دغه ملکي وکړي نن یکشنبه سهار جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) د ارزګان ولایت د چهارچینو او کجران ولسوالیو د قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته خوشې شوي دي.
جنرال غفوري زیاته کړه: "یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي خو تر اوسه د ولسوالۍ مرکز ته نه دي رسېدلي. اوس دا نشو تائیدولی چې څو کسه دي".
هغه وویل چې خوشې شوي ملکي وګړي د کجران ولسوالۍ ته په لاره دي او تراوسه دوی ته نه دي سپارل شوي.
د دایکندي د امنیه قوماندان په وینا طالبانو دغه کسان پنځه ورځې مخکې د دایکندي – کندهار پر لویه لاره د کجران ولسوالۍ په غرمه سیمه کې یرغمل او له ځان سره بیولي و.
تراوسه څرګنده نه ده چې دغه شمېر کسان ولې یرغمل شوي و او طالبانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
خو د دایکندي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي طالبانو دغه کسان چې په کې مسافر او د باروړونکو موټرو ډریوران شامل دي وروسته له هغې یرغمل کړي و چې یو هلک او نجلۍ د ارزګان له چهارچینو ولسوالۍ څخه کجران ته تښتېدلي و.
د خلیفه علي په نوم یو کس چې په یرغمل شویو کسانو کې شامل وو وايي: "تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ موږ له طالبانو سره اسیر شوو چې شاوخوا ۵۰ تنه و... او نن د خلکو په همکارۍ خوشې شوو".
هغه زیاته کړه چې طالبانو د جمعې په ورځ هم یو شمیر یرغمل شوي کسان چې اکثره یې ښځې او ماشومانو و خوشې کړل.
د کندهار – دایکندی لویه لاره چې د ارزګان د چهارچینو ولسوالۍ په اوږدو کې غځېدلې ده له ناامنو سیمو څخه ګڼل کېږي.