د لاس رسي وړ اتصالات

وسله الو دایکندي کې یو شمير ملکیان یرغمل کړي ـ چارواکي


عکس(ارشیف)

د دایکندي امنیتي چارواکي وايي، غیر مسؤل وسله والو له تیرو دوو ورځو راپدېخوا د یاد ولایت په کجران ولسوالۍ کې ۸ عرادې باوړونکي موټر او څو تنه موټر چلوونکي یرغمل کړي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان غلام سخي غفوري نن جمعه جون۱۹(غبرګولې۳۰) امریکاغږ ته وویل:"د دایکندي د کجران او ارزګان د چهارچینو ولسوالیو ترمنځ ځينې ستونزې وې چې په خوراکي موادو بار ۸ موټر یې درولي دي، موږ هڅه کوو چې ستونزه هواره کړو."

نوموړي ونه ویل چې دغه ستونزه ولې او د څه له امله رامنځته شوې ده، خو زیاته یې کړه چې د قومي سپین ږیرو په مرسته یې د یادو کسانو د بیرته را خلاصولو هڅې پيل کړي دي.

د دایکندي امنیه قوماندان وویل چې په یادو موټرو کې له کندهار څخه د ارزګان له لارې خوراکي مواد کجران ولسوالۍ ته انتقالېدل.

خو د دایکندي د ولایتي شورا یو غړی غیرت علي جواهري بیا ادعا کوي چې شاخوا ۱۷باروړونکي او مسافر وړونکي موټر چې ۴۰ تنه مسافر پکې سپاره و د طالبانو لخوا یرغمل شوي دي.

هغه وویل:"۱۷ موټره دي چې د موټر چلوونکو او مسافرو شمير له ۴۳ څخه تر ۵۰ تنو پورې رسیږي، د ارزګان ولایت د چهارچینو په ساحه کې ګرځول شوي دي او د ترغي په نوم سیمې ته انتقال شوي دي."

د دایکندي چارواکي وايي چې د چهارچینو لار چې د دایکندي او کندهار ترمنځ مواصلاتي لار ده د څه وخت راپدېخوا د طالبانو لخوا د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ بنده شوې ده.

د دایکندي د پولیسو مشر غلام سخي غفوري وايي چې اوس مهال یوازې د بامیانو او دایکندي ترمنځ لار د مسافرو پر مخ خلاصه ده، خو په وینا یې طالبانو له دغه ولایت سره د غور، هلمند، ارزګان او کندهار مواصلاتي لارې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG