د لاس رسي وړ اتصالات

هدیه: خپلوانو راباندې د پوډرو څکولو تور پورې کړ، ما هم په رښتیا وکارول


هدیه: خپلوانو راباندې د پوډرو څکولو تور پورې کړ، ما هم په رښتیا وکارول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

هدیه چې د خور له مړینې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوې وه، تر شپږو کلونو د خوب ګولۍ خوړلې چې له همدې امله یې خپلوانو د پوډرو د څکولو تور پر لګولی و.

هدیه چې د خور له مړینې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوې وه، تر شپږو کلونو د خوب ګولۍ خوړلې چې له همدې امله یې خپلوانو د پوډرو د څکولو تور پر لګولی و.

هدیه وايي کورنۍ یې پرته له دې چې له هغې وپوښتي په زور یې په روغتون کې بستر کړه، خو کله چې له روغتون څخه رخصت شوه نو د خپلوانو له قصده یې په رښتیا پوډر وڅکول.

هغه چې دا ځل د پوډرو د کارولو له امله په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په یو مرکز کې تر درملنه لاندې ده وايي "زموږ یو خپل وو، ما ته یې د دې روغتون پیغور راکړ او درواغ یې راپسې جوړ کړل چې ما له پوډرو استفاده کړې، زما کورنۍ باور پر وکړ، ځکه یې دلته راوستم، خو کله چې له دې ځایه رخصت شوم ماته ډېره غوسه راغله او په رښتیا مې پوډر استفاده کړل".

په نشه يي توکو اخته شوې دغه نجلۍ وايي، کورنۍ یې د دې د نشې له لاسه ډېره وځورېده، چې له همدې امله یې کلک هوډ کړی له نشه يي توکو لاس واخلي.

هدیې چې تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړي وايي اوس یوازې دا غواړم چې نشه يي توکي پرېږدم او خپل مور او پلار ته لاړه شم، بیا به هیڅکله داسې غلط کار نه کوم.


XS
SM
MD
LG