د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا ځوانان له بې کارۍ شکایت کوي


د پکتیکا ځوانان له بې کارۍ شکایت کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د پکتیکا ځوانان وايي بې کاري د دې لامل شوې چې ډېری کسان نشو ته مخه ته کړي، دوی پر دولت غږ کوي چې د کار زمینه ورته برابره او د دې ستونزې مخه ونیسي.

د پکتیکا ځوانان وايي بې کاري د دې لامل شوې چې ډېری کسان نشو ته مخه ته کړي، دوی پر دولت غږ کوي چې د کار زمینه ورته برابره او د دې ستونزې مخه ونیسي.

په مرکز ښرنه کې یو شمېر ځوانان چې د روزانې د پیدا کولو لپاره کرۍ ورځ پر عمومي څلور لارې ناست وي وايي، چې د ورځې د پنځوسو افغانیو کار هم نه شي پیدا کولای.

رفیع الله چې د کار موندلو لپاره دغه څلور لارې ته راغلی وايي ځوانان د بې کارۍ له امله له رواني فشار سره مخ کیږي او بالاخره په نشو اخته شي.

هغه وايي "دغو ځوانانو ته وګوره چې بې کاره دي، ټوله ورځ دلته وګرځه هلته وګرځه، اول سګرېټ وڅکوي، بیا چرسو ته لاړ شي، بیا تاریاکو ته مخه کړي، اخر په پوډرو اخته شي او تر پلچکو لاندې پراته وي، دا مرض ټول د بې کارۍ له لاسه دی".

دوی پر دولت غږ کوي چې په پکتیکا کې کاري فرصتونه ایجاد کړي، تر څو نور ځوانان په نشو اخته نه شي.

په پکتیکا کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې راپورته کړي، بېکاري، فقر، د عامه پوهاوي نشتوالی او نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي لوی لاملونه بلل کیږی.
XS
SM
MD
LG