د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې له نشه يي توکو د اغېزمنو ماشومانو رواني درملنه


په کابل کې له نشه يي توکو د اغېزمنو ماشومانو رواني درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په سل بستریز مرکز کې ښځې او ماشومان هم مهاله ساتل کیږي چې اوس مهال ۶۰ ښځې او ۴۰ ماشومان په کې تر درملنه لاندې دي.

په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په سل بستریز مرکز کې ښځې او ماشومان هم مهاله ساتل کیږي چې اوس مهال ۶۰ ښځې او ۴۰ ماشومان په کې تر درملنه لاندې دي.

د دې مرکز مسئولین وایي اکثره ماشومان چې دلته بستر دي د میندو له لارې له نشه يي توکو څخه اغېزمن شوي دي.

دوی وايي ځینې داسې ماشومان هم شته چې خپل مور او پلار یې د نشه يي توکو د استعمال له امله لاسه ورکړي دي

د دې مرکز یوه روانشناسه شکیلا نجیم وایي د دې لپاره چې ماشومان په سمه توګه وروزل شي د مختلفو مضمونونو تر څنګ د نشه يي توکو د زیانونو په اړه هم روزنه ورکول کیږي.

هغه وایي" په دغه ټولګي کې موږ ماشومانو ته د نشه يي توکي زیانونه او د هغوی پایلې تشریح کوو، چې څومره کورني، ټولنیز، او اقتصادي زیانونه لري".

مریم صمیمی چې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د سل بستریز مرکز د رواني درملنې مسئوله ده وایي کله چې ناروغ له دې مرکز څخه رخصتېږي بیا هم روانې ډاکټران تر یو کاله پورې له مرکز څخه بهر ورسره کار کوي او هغوی ته په ټولنه کې د ورګډېدو لارې چارې ښيي.

هغه وایي " ددې ماشومانو او عادي ماشومانو ترمنځ ډیر توپیر شته، د دوی نه یواځې دا چې کورنۍ ژوند تباه دی بلکې د دوی ‌ذهني تمرکز هم وروسته پاتې دی، دوی د اړیکیو ټینګولو او افهام او تفهیم په برخه کې هم ستونزې لري یانې کله چې کوم کار تر سره کوي نه پوهیږي چې پایلې به یې څه وي".

د دې مرکز مسئولین وايي چې له نشه يي توکو د اغېزمنو ماشومانو سره له رواني اړخه کار کوي، تر‌ څو د روغو کسانو په توګه په ټولنه کې جذب او خوښ ژوند ولري.
XS
SM
MD
LG