د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا اوسېدونکي: ورځ تر بلې معتادین زیاتیږي


د پکتیکا اوسېدونکي: ورځ تر بلې معتادین زیاتیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د پکتیکا اوسېدونکي په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي او وايي په دې برخه کې د روغتیا ریاست امکانات او هڅې بسنه نه کوي.

د پکتیکا اوسېدونکي په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي او وايي په دې برخه کې د روغتیا ریاست امکانات او هڅې بسنه نه کوي.

د ارګون اوسېدونکی محمد عثمان ساحل تور لګوي چې د دغه ولایت د روغتیا ریاست مسئولین د مخدراتو ستونزه عادي ګڼي.

هغه وايي که په دې برخه کې جدي کار ونه شي، او د معتادینو مخنیوي ونه شي نو د معتادینو شمېر به څو چنده زیات شي.

ساحل وايي "په ارګون ولسوالۍ کې سلګونه ځوانان په نشو اخته دي، خو په دغه ولسوالۍ کې د هغوی د درملنې یوازينی شل بستریز روغتون فعالیت کوي، چې د ټولو معتادینو د درملنې لپاره بسنه نه کوي".

د مرکز ښرنې اوسېدونکی رحمت الله وايي، چې په ارګون او خیرکوټ کې زیات شمېر ځوانان په نشو اخته دي او ورځ تر بلې یې شمېر زیاتېږي.

هغه وايي چې د معتادینو لپاره د ارګون پر روغتون سربېره دې په ښرنه کې جوړ شوی شل بستریز روغتون هم ژر فعاله شي او په خیرکوټ کې چې د نهو ولسوالیو مرکز دی، هم یو روغتون جوړ شي، تر څو په دې ولایت کې د روږدو کچه راټيټه شي.

خو د عامې روغتیا رئیس ډاکتر اسدالله رسولي بیا وايي چې دوی د معتادینو درملنې ته جدي پاملرنه کوي او هڅه کوي چې د معتادینو په شمېر کې ټيټوالی راولي.

هغه وايي چې له دغه ریاست سره دې نور اړوند ریاستونه او خلک هم مرسته وکړي تر څو په ګډه پکتیکا ولایت له معتادینو پاک کړو.
XS
SM
MD
LG