د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د سړو خونو پر نشتوالي د بزګرو او سوداګرو اندېښنې


په کندهار کې د سړو خونو پر نشتوالي د بزګرو او سوداګرو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

په کندهار کې باغ لرونکي وايي چې د تازه مېوو ضایعات يې د سړو خونو د کمښت له امله ډېر شوي دي، چې هر کال له همدې امله له تاوان سره مخ کیږي.

په کندهار کې باغ لرونکي وايي چې د تازه مېوو ضایعات يې د سړو خونو د کمښت له امله ډېر شوي دي، چې هر کال له همدې امله له تاوان سره مخ کیږي.

دوی وایي د نشه يي توکو پخوانیو کرونده ګرو اوس پر خپلو ځمکو باغونه جوړ کړي خو د حاصلاتو د پلور په برخه کې خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.

دا مهال په کندهار کې د تازه مېوو د حاصل را ټولولو موسم دی خو د مارکېټ نشتوالی يې بیا هم پر وړاندې لویه ننګونه ده.

باغ لرونکی ګل محمد وايي چې پخوا يې پر خپلو ځمکو د تریاکو کښتونه کول خو په وروستیو کلونو کې يې د مېوو باغونه کرلي چې اوس يې د پلور په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي " کله چې د پاکستان لاره بنده شي، موږ مجبور یو خپلې مېوې وغورځوو، چې په دې کې د بزګر هم تاوان دی، زموږ هم تاوان دی، د دې لپاره په کار ده چې سړې خونې جوړې شي او د دغې ستونزې مخه ونیول شي".

د کندهار د تازه مېوو د پلور لویه تکیه د پاکستان پر مارکېټونو ده چې د چمن – سپين بولدک د تجارتي بندر د بندېدو له امله مېوه په کندهار کې پاته ده .

د تازه مېوو سوداګر هم وايي چې د مارکېټ په نشتون کې که سړې خوني موجودي وي نو تازه مېوه تر ډېره ساتل کیدای شي.

په ورته وخت کې د کرنې مسئولین وايې چې د مېوې د مارکېټ موندنې او د ضایعاتو د مخنیوي لپاره یې هڅې پېل کړي.

د کندهار د کرنې رئیس حفیظ الله سعیدي وايې چې په کندهار کې ۱۵۵۰ کرنیز ساختمانونه جوړيږي چې کېشمېش خانې او د حاصلاتو د ساتلو نورې ودانۍ په کې شاملې دي

په کندهار کې دا مهال په دولتي کچه یو لویه سړه خونه شته خو د برېښنا د نشتون له امله د باغ لرونکو اړتیا نه شي پوره کولای.

کرونده ګر او باغ لرونکې وايي که حکومتي مسئولین د کرنیزو محصولاتو ساتلو او مارکېټ ته پام ونه کړي ممکن ګڼ شمېر ځمکه وال بېرته د نشه يي توکو کر کېلې ته مخه کړي.
XS
SM
MD
LG