د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو اوربند کې ملکيانو ته مر‌ګ‌ژوبله اړولې – کورنیو چارو وزارت


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت طالبان له درې ورځني اوربند څخه په سرغړونې تورنوي او وايي چې د اختر په ورځو کې ۲۰ ولسي وګړي د دغې ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین د دوشنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۳) خبریالانو ته وویل چې په دې موده کې ۴۰ تنه نور د طالبانو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "طالبان په کراتو د جګړې او تاوتریخوالي د کمولو اصول نقض کړي دي. د تاوتریخوالي د کمولو، د کوچني اختر د اوربند او د لوی اختر په درېیو ورځو کې د خلکو وژنه او یرغلیز بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله خپلو خبرو ته ژمنه نه ده".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند پر وینا طالبانو د خپلو ژمنو پر خلاف عمل کړی او د لوی اختر په مناسبت د اوربند پر مهال یې ۳۴ ځله سرغړونې کړي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې د لوی اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند پر مهال د ناامنیو پېښو په تړاو څیړنې کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل چې له طالبانو سره د درې ورځني اوربند پر مهال د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ناامنیو څو محدودې پېښې رامنځ ته شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوربند ټول اصول او قواعد رعایت کړي دي او همداشان اوربند ته پابنده او ژمن پاتې کېږي. د افغانستان خلک دا تمه له طالبانو څخه هم لري".

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د موقت اوربند موده نن د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې او دواړو خواو تراوسه د اوربند مودې د غځولو په تړاو څه نه دي ویلي.

د تېرې پنجشنې په ورځ افغان حکومت او طالبانو د لوی اختر په مناسبت درې ورځنې اوربند وکړ چې په ملي او نړیواله کچه ترې پراخ هرکلی وشو.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په درېیو ورځو کې اوربند په داسې حال کې وشو چې ټاکل شوې دواړه خواوې د بندیانو د خوشې کولو پروسې له بشپړېدو وروسته د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG