د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست باغوانان: د بادامو باغونه د نشه يي توکو د کرکیلې ښه بدیل دی


د خوست باغوانان: د بادامو باغونه د نشه يي توکو د کرکیلې ښه بدیل دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

په خوست کې باغوانان د بادامو له حاصل څخه خوښ دي او وايي له یوې خوا د دوی اقتصاد ورسره ښه شوی او له بلې خوا د نشه يي توکو ښه بدیل دی.

په خوست کې باغوانان د بادامو له حاصل څخه خوښ دي او وايي له یوې خوا د دوی اقتصاد ورسره ښه شوی او له بلې خوا د نشه يي توکو ښه بدیل دی.

په خوست کې څه باندې درې سوه جريبه د بادامو باغونه شته چې په دې وروستيو څلورو کلونو کې جوړ شوي دي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي سيدالله پر خپله يو جريب ځمکه د بادامو ۶۶ نيالګي څلور کاله مخکې د زراعت وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په مرسته کېنولي دي.

سيدالله وايي، سږ دويم کال دی، چې د بادامو له دې باغ نه حاصل راټولوي او په منځنۍ کچه هره ونه شاوخوا شپږ کيلو ګرامه بادام ورکوي، چې مجموعي اندازه يې نږدې څلور سوه کيلو ګرامو ته رسيږي.

هغه وايي " يو جريب يا يو نيم لک افغانۍ عايد راکوي، غنم جوار يا نور داسې شی چې وکرې، هغه دومره عوايد لاسته نه راوړي لکه د بادامو باغ، د دې لاندې موږ سبزي هم کرلی شو. دوې ګټې لاسته راوړو، چې يو سبزي ده او بل د بادامو حاصل دی".

نږدې درې اوونۍ وروسته په خوست کې د بادامو د حاصلاتو راټوتولو موسم دی. د باغوان سيدالله په وينا، د نورو ميوه جاتو ترڅنګ د بادامو باغونه د کوکنار او يا چرسو ښه بديل کيدای شي.

هغه وايي "د زراعت وزارت دېته توجه وکړي، چې خلک دېته تشويق کړي، چې باغونه ورکړي، په کمه فيصدي يې ورکړي، خلک به له کوکنارو نه واوړي، له چرسو نه واوړي. تر اوسه يې دوی ګټه نه ده ليدلې، چې کله يې ګټه وويني، دوی به چرس پرېږدي، د سبزيجاتو په کرولو او د ونو په کينولو به پيل وکړي".

په خوست کې د زراعت رياست د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې ولايتي مسؤل، انجنير ظاهرجان سليم وايي، چې په دغه ولايت کې يې د تېرو څلورو کلونو راهيسې ۳۰۵ جريبه د بادامو باغونه جوړ او دا لړۍ روانه ده.

هغه وايي، زياتره دا باغونه په ۲۵ او يا ۵۰ فيصده د خلکو په ونډې سره جوړ شوي، چې زياتره يې په حاصل ورکولو راغلي او تر ډېره بريده يې ښه نتيجه هم ورکړې ده.

سلیم وايي "دا د چرسو او د کوکنارو ډېر ښه بديل دی، که يو طرف وګورو، د چرسو کرل شرعاً درست نه دي او د افغانستان د قانون سره هم خلاف دي او ميوه جات ډېر ښه غذايي ارزښت لري. که موږ وګورو زموږ ټولنه په غذايي لحاظ کمزورې ده، نو دا يې ډېره ښه بديل کيدای شي".

د زراعت رياست د مسئولينو په وينا د بادامو ياد باغونه د دغه ولايت په مرکز، اسماعيل خېل او مندوزي، نادرشاکوټ، تڼي او ګربزو ولسواليو کې جوړ شوي دي.
XS
SM
MD
LG