د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د روغتیا وزیر تایوان ته تللی؛ چین دا سفر غندلی، خو امریکا یې ګټور بولي


د روغتیا وزیر، الیکس ازار لومړنی جګپوړی امریکایي چارواکی دی چې په څو لسیزو کې تایوان ته سفر کوي.
د روغتیا وزیر، الیکس ازار لومړنی جګپوړی امریکایي چارواکی دی چې په څو لسیزو کې تایوان ته سفر کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د روغتیا وزیر الیک ازار نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۹ (زمري ۱۹) تایوان ته رسیدلی.

دا د ۱۹۷۹ کال راپدیخوا چې تایوان په دیپلوماتیکه توګه ځان د چین نه بیل کړی، لومړی ځل دی چې یو جګپوړي امریکایي چارواکی دغه هیواد ته په رسمي سفر ورځي.

ټاکل شوې چې ښاغلی ازار به سبا د دوشنبې په ورځ د تایوان د جمهور رئیسې تسای انګ وین سره وګوري. میرمن وین هلې ځلې کوي چې تایوان دې د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل. د چین مشران د تایوان د دې مشرې سره کلک مخالفت لري.

سره لدې چې واشنګټن وایي تایوان ته د روغتیا د وزیر الکیس ازار سفر د دې لپاره دی چې د کرونا ویروس سره د هغه هیواد بریالۍ مبارزې نه زده کړه وکړي خو چین دا سفر غندلی.

چین د تایوان د ملکیت ادعا لري او هوډ یې کړی چې که ضرورت پیښ شي، دغه هیواد به یوه ورخ په زور ونیسي.

چین واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې کوم "خطرناک" ګام دې نه اخلي او تایوان ته یې د امریکا د روغتیا دوزیر سفر یې سولې او ثبات ته ګواښ بللی.

د چین او امریکا اړیکې :

د امریکا د روغتیا وزیر پداسې وخت کې تایوان ته سفر کوي چې د چین سره یې اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي دي. جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د چین د ټکنالوژۍ په دوه غټو کمپنیو (ټیک ټاک او وي چټ) چې په نړۍ کې په میلونونو کارونکي لري، د بندیز د لګولو اعلان وکړ.

او همدارنګه د امریکا د خزانې وزارت د هانګ کانګ په مشرې او په هانګ کانګ کې د چین د اړیکو د دفتر په استازي بندیزونه ولګول. چین او هانک د امریکا دا اقدامات غندلي دي.

د تایوان او هانک تر څنګ واشنګټن او بیجنګ د ګڼ شمیر نورو موضوعاتو په هکله وخت ناوخته په یو بل د انتقاد ګوته پورته کوي.

سوداګري، د جاسوسۍ توررونه، د ایغور مسلمانانو سره د چین ناوړه چلند، په چین کې د بشري حقونو سابقه او په هانګ کانګ د سیاسي مخالیفینو ځپل هغه ځیني غټ موضوعات دي چې د چین او واشنګټن تر منځ پرې جنجال روان دی.

د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د تایوان سره د امریکا اړیکې خورا نرمې شوي. ټرمپ په تایوان د ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو تر څنګ د غټو نظامي تجهیزاتو پلورل هم منظور کړي.

خو مبصرین وایي چې امریکا لا هم د چین د هغې سرې کرښې سره احتیاط کوي چې ویلي یې دي د امریکا هیڅ یو چارواکی به تایوان ته سفر نکوي چې سر او کار یې د ملي امنیت د موضوعاتو سره وي.

XS
SM
MD
LG