د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له بین‌الافغاني مذاکراتو څه تمې لري؟


په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د ټولو غړو قدردانی کړی چې له افغان حکومت سره یې په افغانستان کې د سولې د تامینولو په برخه کې مرسته وکړه.

ښاغلي ویلسن د دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۰مه (زمري ۲۰) په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو په تړاو له افغان مشرانو او د حکومت د مرکچي پلاوي له غړو سره څو مهم ټکي شریک کړي دي.

راس ویلسن زیاته کړې: "متحده ایالات د مذاکراتو له دوو مهمو نتیجو څخه ملاتړ کوي. لومړۍ، آزاد، متحد، دیموکراټ او په خپل منځ کې او له ګاونډیو سره سوله‌ییز افغانستان او دویم، د وروستیو ۱۹ کالونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنه او پراختیا".

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو په درشل کې دغه راز ویلي چې دا مذاکرات باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي او د افغانستان برخلیک باید د افغانانو له خوا وټاکل شي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان له دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په پریکړه‌لیک کې هم چې د یکشنبې په ورځ د جرګې په پای کې صادر شو، په افغانستان کې د تیرو شاوخوا دوو لسیزو د لاسته‌راوړنو پر ساتنې او امنیت راتلو پر سر ټينګار شوی دی.

دغې جرګې حکومت ته وړاندیز کړی چې د طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته سمدستي د سولې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د راپور په اساس ټاکل شوې چې سو لې مخامخ خبرې یوه اونۍ وروسته د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شي.

دغې رسنۍ د افغان حکومتي چارواکو له قوله ویلي چې د بین‌الافغاني مخامخ خبرو لومړی پړاو به د اګست په ۱۶مه (زمري ۲۶) په رسمي ډول پیل شي.

XS
SM
MD
LG