د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ساعتونه؛ افغانستان کې د کرونا ۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۳تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت د جعمې په ورځ اګست۲۱مه(زمري۳۱مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۲۰۷ مشکوکو سپملونو معاینات شوي چې ۳۳ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۲۴ هرات،۲ تخار،۴ بادغیس،۱ کندز او ۲ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۸۹۴ تنو ته پورته شوو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی. او د تېرې ورځې د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په هیواد کې د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۸۵ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه د بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۷۹۹۰ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جان هپګنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ تر دا مهاله څه باندې ۲۱میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۸۷زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG