د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: نشه يي توکو ته پر اسانه لاسرسي د خلکو اندېښنې


غزني: نشه يي توکو ته پر اسانه لاسرسي د خلکو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

د غزني اوسېدونکي وايي چې په دې ښار کې په ازاد ډول د نشه يي‌توکو کاروبار روان دی چې هیڅوک یې د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي.


د غزني اوسېدونکي وايي چې په دې ښار کې په ازاد ډول د نشه يي‌توکو کاروبار روان دی چې هیڅوک یې د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي.

د ځوانانو پارلمان غړی سردار محمد سهیم وايي په دې وروستیو کې غزني ښار کې نشه يي‌توکو لاسرسی اسان شوی او له همدې امله د معتادینو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتیږي.

هغه وايي "مونږ او تاسو وینو چې په ښکاره توګه په دریاب او نورو ځایونو کې خلک د مواد مخدر راکړه ورکړه د دولت تر سترګو لاندې ترسره کوي، حتی د حرم سرای په لس مترۍ یا قومندانۍ ته په شل مترۍ کې پر معتادینو پلورل کېږي د دوی له لورې تر اوسه هېڅ کوم اقدام نه دی شوی. په قومندانۍ کې د مواد مخدر شعبه لرو دوی په نورو کارو مصروف دي".

د غزني اوسېدونکی تاج محمد سکندر هم د معتادینو پر زیاتوالي اندېښمن دی او وايي د یو عام کس په توګه په دې خبر دی چې په غزني ښار کې د یو شمېر خلکو له لورې په ښکاره ډول مخدرات پلورل کېږي خو دولت ترې ځان ناخبره ښيي.

هغه وايي "ماښام ناوخته یا د شپې لخوا دلته موټرې راځي هغه معتادین چې د پل لاندې دي په بازار کې پوډر او نور مخدرات ورکوي، دلته قانون نه تطبیق کېږي ځکه پولیسو دا کسان باید نیولي وای. دا چې زه یو عادي کس یم خبرېږم پولیس او دولت ولې نه خبرېږي".

خو د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند له نشه يي‌توکو سره د مبارزې مسئولین وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په ښار کې دې د نشه يي‌توکو کاروبار وکړي.

د نشه يي‌توکو پر ضد د مبارزې مدیر مختار وايي " د مواد مخدر ضد قانون د ټولو لپاره یو ډول تطبیقېږي، مونږ همداراز له ټولو کورنیو څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو د مخدراتو کچه که صفر نه شي حد اقل راټیټه کړو" .

د غزني اوسېدونکي وايي که د نشه يي‌توکو د کاروبار مخه ونه نیول شي نو په دغه ښار کې به معتادین لا پسې زیات شي.
XS
SM
MD
LG