د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ۳۵۲ کسانو محاکمه


د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ۳۵۲ کسانو محاکمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې په مجموعي ډول د نشه يي توکو په قاچاق کې د ښکیلو ۳۵۲ کسانو دوسیې د څېړنو لپاره دغه مرکز ته سپارل شوي دي.


له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې په مجموعي ډول د نشه يي توکو په قاچاق کې د ښکیلو ۳۵۲ کسانو دوسیې د څېړنو لپاره دغه مرکز ته سپارل شوي دي.

د دې مرکز ویاند احمد خالد موحد وايي چې دغه کسان د نشه يي توکو قاچاق د ۲۵۹ قضیو په تړاو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو نیولي دي.

هغه وايي "د روان کال په وروستیو ترېیو میاشتو کې په مجموعي ډول ۳۵۲ کسان چې د هېواد د کشفي او امنیتي موظفینو له خوا د ۲۵۹ جرمي قضیو په تړاو په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو له نسبتي دوسیو سره یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي، چې د مرکز په ځانګړې څارنوالۍ کې له ژورو څېړنو وروسته د دې مرکز محاکمو ته سپارل شوي".

د دغه مرکز ویاند وايي چې په دې موده کې د یاد مرکز ابتدائیه محکمې ۳۲۲ تنو ته د نقدي جریمو سربیره تر ۳۰ کلونو د حبس سزا هم اورولې ده.

ښاغلی موحد وایي په نیول شویو کسانو کې ۲۱ تنه دولتي مامورین هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG