د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پستې باغونه زیات شوی


په کندهار کې د پستې باغونه زیات شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د پستې نوي باغونه جوړ شوي چې د نشه يي توکو غوره بدیل بلل کیږی، په دغه ولایت کې د پستې یوه باغ شاوخوا نهه ټنه حاصل ورکړی.


د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د پستې نوي باغونه جوړ شوي چې د نشه يي توکو غوره بدیل بلل کیږی، په دغه ولایت کې د پستې یوه باغ شاوخوا نهه ټنه حاصل ورکړی.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د پستې له دې باغ څخه تازه د حاصل راټولول پيل شوی، باغ لرونکي وايې چې د کندهارۍ پستې دانه غټه او په مارکېټ کې ډير رانیونکي لري.

باغوان محمد سرور وايي چې سږکال يې د پستو درختو ډېر حاصل کړی او تمه لري چې تر شپږ میلیونه افغانیو به عواید ولري.

هغه وايي "نن مو نهمه ورځ ده چې حاصل يې را ټولولو، تر ۸۰ پورې کسان راسره کار کوي او تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې به يې لاهم د حاصل را ټولول دوام ولري سږکال يې ډېر حاصل کړی".

په کندهار کې د پستې د باغونو کښېنول یوه له تر ټولو بریالیو تجربو څخه بلل کیږي چي اوس يې په بېلا بېلو سیمو کې د ترویج او پراختیا هڅې هم پيل شوي.

د کندهار په شپږو هغو والسوالیو کې چې د پستې د باغونو لپاره يې اقلیمي شرایط برابر دي نوي باغونه جوړ شوي دي.

د کرنې مسئولین وايي دا چې پسته په کور دننه او نړۍ کې ښه مارکېټ لري، چې له امله به یې په کندهار کې باغونه نور هم زیات شي.

دوی وايي چې د کندهار تر څنګ د جنوب په نورو ولایتونو کې هم اقلیمي شرایط د پستې د باغونو د جوړیدو لپاره برابر دي.

د پستې د ترویج یو مسئول انجنیر شېراغا وايي چې پسته به د خپل ځانګړي اقتصادي ارزښت له امله د ډېرو کروندګرو پام راواړوي او دوی د نویو باغونو په جوړولو کې ورسره مرسته کوي.

هغه وايي "د کندهار، هلمند، اروزګان ولایتونو او د زابل ځينې برخې د پستې لپاره ښه شرایط لري، پسته ورو، ورو وده کوي خو درخته يې تر یوې پيړۍ پورې ژوند او حاصل ور کولای شي، موږ په بېلا بېلو سیمو کې د دې نیالګي وېشلي او له بزګرانو سره مو مرسته کړې".

کندهار ته په لومړي ځل د پستې نیالګي شل کاله مخکې له بهر څخه را وړل شوي چي وروسته يې اصلاح شوي نیالګي د دې ولایت تر څنګ په هلمند او ځینو نورو لایتونو کې هم پر ځمکه والو وېشل شوي.
XS
SM
MD
LG