د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا: هغه معتادینو چې درملنه یې شوې بیا نشو ته مخه کړې


پکتیا: هغه معتادینو چې درملنه یې شوې بیا نشو ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

د پکتيا روغتيايي مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې نشې ته د بيا ګرځېدونکو هغو معتادينو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، چې څو څو ځله یې درملنه شوې ده.


د پکتيا روغتيايي مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې نشې ته د بيا ګرځېدونکو هغو معتادينو شمېر مخ پر ډېرېدو دی، چې څو څو ځله یې درملنه شوې ده.

دوی وايي د کورنيو نه ملاتړ او بې روزګاري د دې لامل ګرځي چې تداوي شوي معتادين بېرته د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړي.

د پکتيا اوسېدونکی خان محمد چې ډېره موده يې نشه يي توکي څکولي، د څلورم ځل لپاره د معتادينو په روغتون کې بستري شوی.

هغه وايي، دلته يې درې ځلې درملنه وشوه، خو له روغتون څخه په وتو يې د بې روزګارۍ له کبله بېرته د نشه يي موادو استعمال ته مخه کړه.

خان محمد وايي "لاړ شم، ووځم، هيڅ کاروبار مې نه وي، زړه مو تنګ شي، بس بېرته په نشه راواوړو. نشې کوو. بېرته بيا روغتون ته راشو. دا مې څلورم ځل دی چې زه دلته بستري کېږم".

د پکتيا د معتادينو د درملنې روغتون مسئولين وايي، چې ۹۰ سلنه درملنه شويو روږدو کسانو بېرته د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې ده.

ډاکټر محمد عارف وايي، چې روغتون ته د تداوۍ لپاره زياتره ورتلونکي هم هغه معتادين دي چې څو ځلې مخکې په دغه روغتون کې درملنه شوي دي.

هغه وايي "که چېرې دوی ته کار پيدا نشي يا ټولنيز ملاتړ ترې ونه شي، کورنۍ ملاتړ له دوی نه ونه شي، نو هسې به د دولت پيسې هم ضايع کيږي او وخت به هم ضايع کېږي. نشې ته د بيا ګرځېدو کچه ډېره لوړه ده. دوی ته بايد خاصه توجه وشي ترڅو دوی ته کار پيدا شي، د بيا ګرځېدو کچه به کمه شي او دغه مريضان به ډېر ښه وي".

په پکتيا کې د روږدو کسانو د درملنې يو شل بستريز روغتون فعاليت لري، په دې روغتون کې تر اوسه څه باندې ۲۵۰۰ روږدي کسان تداوي شوي، خو ګڼ شمېر هغو يې بيا نشې ته مخه کړې ده.
XS
SM
MD
LG