د لاس رسي وړ اتصالات

امام الدین: د نشو له امله ۴۰ کلونه کیږي کور ته نه یم تللی


امام الدین: د نشو له امله ۴۰ کلونه کیږي کور ته نه یم تللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:07 0:00

د لوګر اوسېدونکی امام الدین چې په ایران کې د مسافرۍ پر مهال د کوټې ملګرو په نشو اخته کړی دی نږدې ۴۰ کلونه کیږي چې خپل کور ته نه دی تللی.


د لوګر اوسېدونکی امام الدین چې په ایران کې د مسافرۍ پر مهال د کوټې ملګرو په نشو اخته کړی دی نږدې ۴۰ کلونه کیږي چې خپل کور ته نه دی تللی.

هغه چې دا مهال د کابل د ابن سینا په روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي چې لومړی یې چرس څکول چې وروسته په شیشې او پډرو اخته شو.

هغه وايي "ایران ته لاړم، سن مې کم وو، په ایران کې پیسې ډېرې وې، د کوټې ملګرو مې نشه کوله، زه یې هم وهڅولم، لومړی مې چرس څکول بیا مې شیشې او پوډرو ته مخه کړه".

امام الدین وایي که چیرې تر درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره شي، نو بیا به هیڅکله نشو ته مخه نه کړي او خپل نوی ژوند به پېل کړي.
XS
SM
MD
LG