د لاس رسي وړ اتصالات

فهیم: له معتادینو سره د کورنیو ملاتړ پر درملنه ښې اغیزې لري


فهیم: له معتادینو سره د کورنیو ملاتړ پر درملنه ښې اغیزې لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

په پکتیا کې تر درملنه لاندې یو شمېر معتادین وايي که د خپلو کورنيو ملاتړ له ځان سره ولري، دا د دوی پر درملنه خورا مثبت اغېز لري.


په پکتیا کې تر درملنه لاندې یو شمېر معتادین وايي که د خپلو کورنيو ملاتړ له ځان سره ولري، دا د دوی پر درملنه خورا مثبت اغېز لري.

د پکتيا د معتادينو په روغتون کې يو تنکی بستري شوي ځوان وايي چې د کورنۍ د ملاتړ پر اساس غواړي، روښانه راتلونکی ولري.

شاوخوا شل کلن فهيم د لوګر اوسېدونکی او د تېرو دريو اوونيو راهيسې د پکتيا د معتادينو په روغتون کې بستري دی.

د کورنۍ غړو ورته د تشويق په خاطر، کتابونه، لپټاپ کمپيوټر، د لوبو شيان او د پام غلطولو ځينې نور توکي راوړي دي.

فهيم وايي، وروسته له هغه چې درملنه يې پيل کړې، ټوله کورنۍ يې ترشا ولاړه ده او دا حالت يې هوډ نور هم پياوړی کوي، ترڅو نشه يي توکو ته د تل لپاره نه ووايي او روښانه راتلونکی ولري.

هغه وايي "بعضې (روږدي) د کورنۍ لخوا نه حمايه کيږي. خپله يې ډېر دردونه ليدلي وي. څوک ريشخند پرې وهي، يعنې پوډري شو او دا شو. هغه نو خپله زور ورکوي او بيا په دې شيانو راځي... ماشوم ترې جوړ وي. سړی بايد ناز ورکړي".

فهيم تر اتم تولګي زده کړې کړي، خو د تېر يو کال په موده کې چې یې بېلابېل مخدره مواد وڅکول، له زده کړو او له بل هر کاره وتلی و.

د فهيم مشر ورور زبیر په دې نظر دی، چې که له درملنه کېدونکو روږدو سره د خپلو کورنيو ملاتړ نه وي، هغوی تر درملنه وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

يو شمېر معتادین وايي له دې امله چې د خپلو کورنيو ملاتړ او سالمې بوختياوې نه لري، تر درملنې وروسته بېرته د مخدره توکو کارولو ته ورګرځي.
XS
SM
MD
LG