د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د مخدراتو د پلور او قاچاق په تړاو پنځه کسان نیولي


افغان ځواکونو د مخدراتو د پلور او قاچاق په تړاو پنځه کسان نیولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په یو شمېر پېچلو عملیاتو کې د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو په تور پنځه کسان نیولي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په یو شمېر پېچلو عملیاتو کې د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو په تور پنځه کسان نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي چې دغه شمېر کسان په کابل، تخار، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي.

ښاغلي ارین وايي "له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل، تخار، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د څو پیچلو عملیاتو پر مهال پنځه کسه د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو په جرم نیولي دي. له دې ډلې یو کس له پنځه کیلو ګرامه هیرویینو سره د کابل ښار اولسمې ناحیه کې نیول شوی، یو کس له سل کیلوګرامه چرسو سره په تخار ولایت کې او یو کس له ۱۸ کیلوګرامه هیرویینو سره د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې نیول شوي او د مخدره موادو دوه پلورونکي له هیرویينو او شیشې سره د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نیول شوي دي".

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت تېر میلادي کال له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک بللی و.

د دغه معینیت د معلوماتو په اساس د مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په دغه کال کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې کابو دوه زره او ۹۰۰ عملیات ترسره کړي چې په کې درې زره او ۳۸۶ شکمن کسان او شاوخوا ۳۰۷ میټریک ټنه بېلابېل ډوله مخدره مواد نیول شوي دي
XS
SM
MD
LG