د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار د معتادینو ډېروالی او د درملنې لپاره یې لږ امکانات


په کندهار د معتادینو ډېروالی او د درملنې لپاره یې لږ امکانات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

په کندهار کې په نشو د اخته کسانو شمېر تر درې سوه زره اټکل شوی دی، خو د دغو معتادینو د درملنې لپاره په دغه ښار کې یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی چې کافي بودیجه نه لري.


په کندهار کې په نشو د اخته کسانو شمېر تر درې سوه زره اټکل شوی دی، خو د دغو معتادینو د درملنې لپاره په دغه ښار کې یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی چې کافي بودیجه نه لري.

روغتیایي مسئولین وايي چې ډېر معتادین غواړي خپله درملنه وکړي چې په میاشتو نوبت ته انتظار باسي.

د ښار په شمالي برخه لویه ویاله سیمه کې د ملالۍ په نوم د معتادینو د درملنې دې مرکز ته هره ورځ لس ګونه کسان د درملنې په موخه مراجعه کوي خو د بستریدو لپاره يې امکانات محدود دي.

جمشید چې له کلونو راهیسې په نشو اخته دی، غواړي په دغه مرکز کې خپله درملنه وکړي.

هغه وايي " دلته راغلی یم چې خدای مې له دې ناوړه عمل څخه خلاص کړي، په کور کې ټول راسره په تکلیف دي، غواړم چې نور له نشو لاس واخلم".

د شمېرو له مخې په کندهار کې تر ۳ سوه زره زیات کسان په نشه يي توکو اخته دي خو یوازې ۴ سلنه برخې ته يې د درملنې امکانات موجود دي.

خو اندېښنه داده چې د بودیجې د کموالي له کبله به یاد روغتیايي خدمات نور هم لږ شي.

د معتادینو د دې مرکز مسئول ډاکتر عزت الله حکیمي وايي چې د روان مالي کال د بودیجې د محدودیت له امله به يې سږکال د درملنې امکانات تر دې هم را ټيټ شي.

دی زیاتوي چې د معتادینو د درملنې په برخه کې د ۲۹ سلنې بودیجې کموالی په کندهار کې د معتادینو د درملنې پر خدماتو هم مخامخ اغېز کوي.

په نشه د روږدو کسانو د شمېر د زیات والي په وجه د کندهار په ډنډ او سپين بولدک ولسوالیو کې هم ځينې کسانو په شخصي هڅو یو شمېر معتادینو ته درملنه پيل کړې.

خو غوښتنه داده چې په دې برخه کې دې د معیاري روغتیايي مرکزونو زیاتوالي ته پاملرنه ډېره شي.

XS
SM
MD
LG