د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: له نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو د امریکا غږ کنفرانس

کندهار: له نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو د امریکا غږ کنفرانس
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

امریکا غږ په کندهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو پر ونډه یو ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو،چې د کرنې د سکتور بېلا بېلو غړو په کې نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو او بدیلونو بحثونه وکړل.

دغه ولایت او شاوخوا سیمې چې په دې وروستیو کې وچکالۍ ځپلې، کروندګر یې غوښتنه لري چې حکومت باید د ځمکو د خړوبلو لپاره په اساسي ډول د اوبو غم وخوري.

په کندهارکې د کرنې او د کلیو د بیا رغاونې اوپراختیا چارواکي وايې چې د نشه يې توکو ښه بدیل په دغه ولایت کې د اوبو د بندونو جوړول او ځمکو ته د اوبه خور د سیستم برابرول دي.

د غو چارواکو چې د امریکا غږ له خوا د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې د رسنیو د ونډې په یوه ورځني کنفرانس کې خبري کولې وويل چې سږکال د کندهار بزګران د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي او تر ډيره به کرنه له ستونزو سره مخ شي.

د کندهار د کرنې رئيس حفیظ الله سعیدي وایي " ډېری کروندګر وايي چې کوکنار کمې اوبه غواړي، ګټه یې ډېره ده، داسې نه ده، نور نباتات هم شته چې ښه بدیل کېدای شي، لکه پسته، هم کمي اوبه غواړي هم یې فصل حلال دی او ګټه یې هم ډېره ده".

د امریکا غږ له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرام مسئول رحیم ګل څاروان وايي چې په کندهار کې د امریکا غږ له لورې دا څلورم کنفرانس دی چې جوړیږي.

هغه وايي چې د عامه پوهاوي د لوړوالي په موخه دغه ډول دوه نور کنفرانسونه به په راتلونکو میاشتو کې په نورو ولایتونو کې تر سره کړي.
XS
SM
MD
LG