د لاس رسي وړ اتصالات

له نشه يي توکو سره پر مبارزه د کندهار د نویو ولسوالانو ټینګار


له نشه يي توکو سره پر مبارزه د کندهار د نویو ولسوالانو ټینګار
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

په کندهار کې نوي ټاکل شوي ولسوالان وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه یې د کار په لومړیتوبونو کې راځي.


په کندهار کې نوي ټاکل شوي ولسوالان وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه یې د کار په لومړیتوبونو کې راځي.

دغه ولسوالان وايي چې د خلکو په مرسته به پر داسې لارو چارو غور وکړي چې ورسره د نشه يي توکو کښت او کاروبار له منځه یوسي.

د کندهار ژړۍ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې تېر کال په کې د نشه يي توکو پراخ کښت شوی وو.

د یادې ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال جان محمد اشنا تلویزیون ته وویل چې د نشه يي توکو کښت تر ډېره په نا امنه سیمو کې تر سره کیږي.

هغه وايي چې د نشه يي توکو د کر د مخنیوي لپاره په سیمه کې امنیت تر ټولو مهمه اړتیا ده چې د ټېنګښت په لار کې به یې دوی موثرې هڅې وکړي.

جان محمد وايي " له خلکو سره به له نږدې کار کوو، عامه پوهاوی به ورکوو، چې د نشه يي توکو له کرلو لاس واخلي، ځکه دا زموږ ځوانانو او ټولو ته خورا مضر دي".

دغه راز د کندهار په جنوب کې ریګستان ولسوالي بیا یوه له هغو سیمو څخه بلل کیږي چې د نشه يي توکو قاچاقبر ورڅخه د عبوري لارې په توګه کار اخلي.

د نوموړي ولسوالۍ نوی ټاکل شوی ولسوال حاجي عبدالباري وايي د سیمه ييزې اردو د جوړېدو له لارې غواړي چې په ریګستان ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی وکړي.

کندهار ټولي ۱۷ ولسوالۍ لري چې تازه يې ۱۵ ولسوالیو ته نوي ولسوالان ور وپېژندل شول.

د کندهار په پنجوايي، ژړۍ، میوند، شاه ولیکوټ او خاکریز ولسوالیو کې تېر کال د نشه يي توکو پراخ کښتونه شوي ول.

د کندهار د بېلا بېلو ولسوالیوالو لپاره ټاکل شوي نوي ولسوالان ټينګار کوي چې د نشه يي توکو سره پراخه مبارزه به يې د کار په لومړیتوب کې وي.
XS
SM
MD
LG