د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي‌توکو پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین


د نشه يي‌توکو پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د ننګرهار په بېلابېلو ځایونو کې د نشه يي توکو د استعمال د مخینوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو.


د ننګرهار په بېلابېلو ځایونو کې د نشه يي توکو د استعمال د مخینوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو.

دغه کمپاین چې د نشي توکو د جرایمو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي ادارې له لوري ترسره کېږي مسولین یې وایي، له دې لارې غواړي خلک د نشه يي توکو د کارونې په زیانونو وپوهوي او خلک یې له کارونې را ورګرځوي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي وايي حکومت ژمن دی چې د نشه يي توکو پر ضد په کلکه مبارزه وکړي، او دې برخه کې یو شمېر لاسته راوړنې هم لري.

موحود وایي " موږ دغه کمپاین په کابل کې پیل کړ، اوس په ننګرهار کې یو، دا به نورو ولایتونو ته هم غځیږي، غواړو یو ملي بسیج رامنځته شي او تر یوه حده وکولای شو د نشه يي توکو مخه ونیسو".

دا کمپاین داسې مهال پيلیږي، چې د ننګرهار روغتیايي چارواکي د نشه یي توکو د کارونې د زیاتېدو خبر ورکوي

وايي په بازارنو کې د ټابلیټ کا او شیشه په نوم د نشه يي توکو زیات خرڅلاو او ډېریدو دغه کچه لوړه کړې ده، چې ورسره د معتادینو شمېر هم پورته تللی دی.


XS
SM
MD
LG