د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د کوکنارو د بدیل په توګه ممپلۍ ښې پایلې لري


ننګرهار: د کوکنارو د بدیل په توګه ممپلۍ ښې پایلې لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د کوکنارو د بدیل لپاره یې هغو مرستو پایله ورکړې ده چې د ممپلیو د ترویج لپاره یې له کروندګرو سره کړې دي.


په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د کوکنارو د بدیل لپاره یې هغو مرستو پایله ورکړې ده چې د ممپلیو د ترویج لپاره یې له کروندګرو سره کړې دي.

د کرنې ادارې د معالوماتو پر اساس په ننګرهار کې د ممپلیو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله زیاتولی راغلی دی.

دېرش کلن سعد الله د ننګرهار په شېرزادو کې په نژدې نیم جریب ځمکه ځمکني بادام یا ممپلي کرلي، وايي له حاصلاتو یې خوشاله دي، ځکه د غنمو او جوارو په پرتله یې ګټه ډېره ده.

دی وايي مخکې به یې په ډېره ځمکه کوکنار کرل، خو اوس یې ممپلیو او یا د تازه مېوې باغونه اباد کړي دي.

هغه وايي " اوس ډېر خلک پر خپلو ځمکو داسې فصلونه کري چې ګټه یې ډېره او حلال وي".

د ننګرهار د کرنې اداره وايي تېرو څلورو کلونو کې یې دې ولایت کې د ممپلیو د ترویج لپاره هڅې کړي او کروندګرو د تېر کال په پرتله دوه چنده حاصل تر لاسه کړی دی.

دی وايي په راتلونکي کال کې به هم د دغه د ترویج لپاره له کروندګرو سره کومک وکړي، خو کروندګر وايي حکومت ور سره هغسې چې لازمه ده، کومک نه کوي.
XS
SM
MD
LG