د لاس رسي وړ اتصالات

په کورونو کې په نشو د اخته کسانو درملنه


په کورونو کې په نشو د اخته کسانو درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

په ننګرهار کې د معتادینو د درملنې روغتون مشر وايي هره میاشت تر ۲۵ هغو معتادینو کورنۍ درملنه کوي چې په نشه يي توکو اخته وي او نه غواړي په روغتون کې بستر شي.


په ننګرهار کې د معتادینو د درملنې روغتون مشر وايي هره میاشت تر ۲۵ هغو معتادینو کورنۍ درملنه کوي چې په نشه يي توکو اخته وي او نه غواړي په روغتون کې بستر شي.

دی وايي ډاکټران د دغو معتادینو کورونو ته ورځي چې له دې لارې یې د سلګونو کسانو درملنه کړې ده.

د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد سمین ستانکزی وايي دا هغه چاره ده چې په تېرو څو کلونو کې یې سلګونه کسان له نشه يي توکو اړولي دي.

هغه وایي " موږ د درې ډوله معتادینو درملنه په کورونو کې کوو، یو هغه چې له شرمه روغتون ته نه راځي، بل هغه چې د اعتیا کچه یې کمه ده، او درېیم هغه معتادین که روغتون ته راشي نو کورنۍ یې بې سرپرسته پاتیږي".

دی وايي ډاکټران کورونو ته ورځي او هلته یې د مشورو له لارې په دې پوهوي چې که نشې ته دوام ورکړي نو ښه ورځ نه شي لیدلی او ژوند به یې ورځ تر بلې تریخېږي.

که څه هم موږ هڅه وکړه چې په کورنو کې تداوي شوي داسې کسان وغږوو چې اوس نشه يي توکي نه کاروي، خو ډېر کسان له تصویر اخیستو او مرکو ډډه کوي، دوی وايي له همدې شرمه یې په کورونو کې تداوي کړې ده.
XS
SM
MD
LG