د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د سبزیحاتو شنې خونې زیاتې شوي دي


په ننګرهار کې د سبزیحاتو شنې خونې زیاتې شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

په ننګرهار کې د کانال کرنیز شرکت اړوند د سبزیجاتو شنو خونو حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې سږ کال به ترې اتلس میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.


په ننګرهار کې د کانال کرنیز شرکت اړوند د سبزیجاتو شنو خونو حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې سږ کال به ترې اتلس میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.

مسئولين یې وايي د بېلابېلو سبزيو دغه حاصل په ۶۰ شنو خونو کې رسېدلى چې لسګونه ټنه کېږي.

د کانال کرنیز شرکت مسئولین وايي په ننګرهار کې زر شنې خونې جوړوي چې ټول هېواد ته به ترې په بې موسمه وخت کې ترکاري ولېږي.

د دې شرکت د شنو خونو رئيس حکمت الله عظیمي وايي " په دې سره به موږ هغه خالیګا ډکه کړو چې په ژمي کې رامنځته کیږي، دا چې له بهر څخه سبزیجات په خاص ډول، روميان، بادرنګ، ټینډۍ او مرچ راځي، دا به نور موږ له دې ځایه پوره کوو".

په دغه شنو خونو کې په کار بوخت کاریګر خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده، خو له حکومت څخه غواړي چې دا ډول کاري فرصتونه نور هم زیات کړي.

د چارواکو په خبره کانال شرکت کې د شونو خونو سربیره یې د الویرا، خرما او روزل شويو ماهيانو او د نجارۍ فابريکې تولیدات بازار ته وړاندې کړي چې د پراختیا لپاره يې نورې هڅې هم کوي.

د ننګرهار کانال د هېواد يوه له اساسي پروژو څخه ده چې د زيتونو د فارمونو او فابريکې تر څنګ یې د سترسو باغونه مهمې برخې دي چې هر کال ترې لسګونه ټنه حاصلات تر لاسه کېږي.
XS
SM
MD
LG