د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د ځمکني توتو د حاصلاتو زیاتوالی


په ننګرهار کې د ځمکني توتو د حاصلاتو زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

د ننګرهار د کرنې مسئولین وایي په دغه ولایت کې د ځمکني توتو کښتونه زیات شوي چې سږ کال به یې حاصلات تر ۱۵۰ ټنو پورې ورسیږي.


د ننګرهار د کرنې مسئولین وایي په دغه ولایت کې د ځمکني توتو کښتونه زیات شوي چې سږ کال به یې حاصلات تر ۱۵۰ ټنو پورې ورسیږي.

خو وايي چې لا هم د بازار تر غوښتنې کم دي او هڅه کوي چې ډېرو کروندګرو ته د دغه مېوې د کرلو زمینه برابره کړي.

د سرخرود یو کروندګر چې پخوا یې کوکنار کرل له څو کلونو راهیسې نه یوازې خپله ځمکني توت کري، بلکې له نورو کروندګرو سره یې هم د دغه مېوې د بوټو مرسته کړې ده.

پنځوس کلن رحیم ګل له تېرو اوو کلونو راهیسې پر خپله ځمکه ځمکني توت کري، وایي ددې مېوې بوزغلی یې د پښتونخوا له چارسدې راوړی او اوس یې دا کرکیله دوو جریبو ته رسولې ده.

دی له اوږدو کلونو راهیسې په د تازه مېوې کاروبار کوي، ځکه یې نو د سرخرود په فتیح اباد کې ډېرو نورو کروندګرو ته هم د ځمکني توت بوزغلي ورکړي او له حاصلاتو یې خوشحاله دی.

هغه وايي " یوازې دغه ځمکه چې دوولس بسوې به راځي، پروسږ کال یې موږ ته تقریبا درې لکه افغانۍ جوړې کړې".

دی وایي پخوا یې په همدې ځمکو کوکنار کرل، ځکه نو په په پټي کې یې یو نیم بوټی اوس هم راشین کېږي.

هغه وایي که حکومت ور سره د شنو خونو کومک وکړي له کاله به څلور فصله ځمکني توت بازار ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG