د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ایراني الاصله برتانوۍ نازنین د بند موده یو کال نوره وغزوله


نازنین زاغري رتکلیف څه باندې ۵ کاله کیږي چې په ایران کې بندي ده.
نازنین زاغري رتکلیف څه باندې ۵ کاله کیږي چې په ایران کې بندي ده.

نازنین زاغري راتکلیف څه باندې ۵ کاله کیږي چې په تهران کې بندي ده. د هغې مدافع وکیل حجت کرماني اي پي خبري اژانس ته وویل چې مؤکله یې د یو بل کال بند په تیرولو هم محکومه شوې.

په نازنین دا تور دی چې د "نظام په خلاف یې ناوړه تبلیغات" خپاره کړي. نازنین په ۲۰۰۹ کال کې په لندن کې د ایران د سفارت مخې کې په مظاهرې کې برخه اخیستې وه.

د ایران دولتي مطبوعاتو تر اوسه د محکمې د تازه حکم په هکله څه ندي ویلي او داسې ښکاري چې دا محاکمه هم د تړلو دروازو تر شا شویده.

د نازنین میړه رچارډ راتکلیف ویلي چې وکیل یې پلان لري د استیناف غوښتنه وکړي.

د برتانیې صدراعظم بوریس جانسن د ایران د محکمې پریکړه غندلې ده.

ښاغلي جانسن ویلي چې حکومت به یې د نازنین د خوشې کیدو لپاره هڅې دوه چنده زیاتې کړي. هغه ویلي، " زه فکر کوم نازنین ته بیا سزا ورکول سم ندي. زه فکر کوم دا غلط کار دی او مونږ به یې د ایران نه خوشې کیدو په خاطر سختې هلې ځلې وکړو. "

د برتانیي صدراعظم همدارنګه ویلي چې د نازنین په قضیه کې د امریکایي "ملګرو" سره کار کوي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په همدې حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د ایران دا پریکړه "غیرې انساني " بللې.

ښاغلي راب په یوې اعلامیې کې ویلي، " د ایران نه د نازنین د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه لرو تر څو هغه په برتانیې کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای شي."

ایران دا په خټه ایرانۍ برتانوۍ میرمن پداسې حال کې د یو بل کال لپاره په بند کې ساتي چې لویدیځ هیوادونه په ویانا کې د ایراني چارواکو سره د ایران د اتومي تړون پر سر خبرې کوي.

دا خبرې پدې خاطر کیږي چې څنګه امریکا بیرته د دې تړون سره یو ځای شي او په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شي.

XS
SM
MD
LG