د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو د ۳۰ کسانو محاکمه


د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو د ۳۰ کسانو محاکمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د افغانستان د مسکراتو او نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په تېره یوه اونۍ کې ۳۰ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو محاکمه کړي دي.


د افغانستان د مسکراتو او نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په تېره یوه اونۍ کې ۳۰ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو محاکمه کړي دي.

د دغه مرکز ویاند خالد موحد امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان د ۲۶ قضیو په اړوند محاکمه شوي او هر یو ته یې له درېیو څخه تر اوو کلونو د بند سزا اورول شوې ده.

هغه وايي "په تېره یوه اونۍ کې د لومړنۍ او استیناف محکمې له خوا د یوې میرمنې په ګډون په مجموعي توګه ۳۰ کسه د مدافعو وکیلانو په شتون او د علني غونډو په ترڅ کې د نشه‌يي توکو د انتقال په تور له درېیو کلونو څخه تر اوو کلونو پورې په بند محکوم شول".

ښاغلی موحد وايي له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۷۳ کیلوګرامه هیرویین، کابو ۱۵۴ کیلوګرامه اپین، څه باندې ۷۵ کیلوګرامه شیشه، ۷۱۸ کیلوګرامه چرس ۵۱۷۳ لیټره الکول او ۱۰۵۰ کیلوګرامه د بنګو دانې ترلاسه شوي دي.

خالد موحد دغه راز وویل د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په دې موده کې د یوې میرمنې په ګډون ۱۹ کسه نور د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي او اړوندو دوسیو سره یې له مسکراتو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.
XS
SM
MD
LG