د لاس رسي وړ اتصالات

خوست: په درملتونونو کې د نشه يي درملو پر خرڅلاو اندېښنې


خوست: په درملتونونو کې د نشه يي درملو پر خرڅلاو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

د خوست يو شمېر اوسېدونکي پر ځینو درملتونونو نیوکه لري، چې ګواکې پر روږدو کسانو نشه راوړونکي درمل پلوري.


د خوست يو شمېر اوسېدونکي پر ځینو درملتونونو نیوکه لري، چې ګواکې پر روږدو کسانو نشه راوړونکي درمل پلوري.

په داسې حال کې چې روغتيايي چارواکي د ډاکټر له نسخې پرته د نشه راوړونکو درملو پر نه پلورلو ټينګاري لري، د خوست ځينې اوسېدونکي وايي، چې د ښار يو شمېر درملتونونه پر معتادو کسانو نشه راوړونکي درمل پلوري.

دوی د عامې روغتيا رياست له چارواکو غوښتنه لري، چې په خپل سر د نشه راوړونکو درملو د خرڅلاو د مخنوي لپاره جدي ګام واخلي.

د ځينو سرچينو په وينا په نشه يي توکو هغه روږدوي کسان، چې هېرویين، اپين او د شېشې کرېسټال نه شي تر لاسه کولای، د خوست ښار له ځينو درملتونونو څخه نشه راوړونکي درمل رانيسي.

د ځينو درملتونو خاوندان مني چې يو شمېر درملتونونه په خپل سر مخدره مواد پلوري خو زياتوي، چې د دې کار د مخنيوي لپاره منظمې څارنې ته جدي اړتيا ده.

د خوست اوسېدونکی فارمسیسټ حلیم شاه وايي "دا څو مشخص شيان دي چې خلک پرې معتاد دي، لکه د ويليم ستنې او ګولۍ دواړه، روسټوېل ګولۍ، همدارنګه تراماډول په نوم يو ډول ګولۍ دي چې په شديدو دردونو کې ناروغ ته ورکول کيږي، هغه خلک چې پر دغو درملو معتاد دي، اوس يې له درملتونونو څخه اخلي".

څه موده مخکې روغتيايي چارواکو په خپل سر د يادو درملو د خرڅلاو د مخنيوي لپاره د جدي ګام اخيستلو خبرداری ورکړی و، خو خلک وايي چې ظاهراً يې څه نتيجه نه ده ورکړې.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمد الدين منګل د ډاکټر له نسخې پرته د نشه راوړونکو درملو خرڅول غيرقانوني بولي او وايي چې د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه اخلي.

منګل وایي "هغه نشه راوړونکي مواد چې په طبابت کې استعماليږي، يا يې دغسې خودسرانه خلک استعمالوي، د متخصص ډاکټر له نظر نه پرته د داسې درملو چا ته ورکول، قانوني جرم دی. عامې روغتيا د قوانين صحي بررسي ټيم لرو، که چېرته د کشفي ارګانونو او يا د عامو خلکو لخوا موږ ته داسې اطلاع راکړل شي او موږ د مسایل مستند ونيسو، دوی عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوو".

د روغتيا پالانو په وينا په درملتونونو کې په خپل سر د نشه يي درملو خرڅول، سربېره پر دې چې د روږدو کسانو له اعتیاد سره مرسته ده، په ټولنه کې د نورو ځوانانو د اعتياد لامل هم ګرځي.
XS
SM
MD
LG