د لاس رسي وړ اتصالات

په بهر کې په نشو اخته شوي ځوانان


په بهر کې په نشو اخته شوي ځوانان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په ننګرهار کې په نشه يي توکو اخته کسانو کې ډېری یې په ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې په نشو اخته شوي چې ځينې یې د دغه ولایت په یونیم سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.


په ننګرهار کې په نشه يي توکو اخته کسانو کې ډېری یې په ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې په نشو اخته شوي چې ځينې یې د دغه ولایت په یونیم سل بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دوی وايي ښه ژوند یې درلو د خو له هغې ورځې چې معتاد شوي نو ښه ورځ یې په سترګو نه ده لیدلې.

د ننګرهار په یو نیم سل بستریز روغتون کې په نشه يي توکو اخته ډېر کسان په نورو هېوادونو کې معتاد شوي، اکثره یې د کور سرپستان و خو وايي چې معتاد شول نو له ګټې وټې ووتل او ایله دومره یې پیدا کړې چې خپلو کورنو ته پرې ځانونه راورسوي.

سید ابراهیم ترکیې ته په مزدورۍ پسې وتلی و، خو هلته په پوډرو روږدی شو، د ټول کور سرپرست و، خو په ترکیه کې به یې دومره پیسې پیداکولې چې د ده نشې چاره یې کوله او دې چارې یو نیم کال دوام وکړ چې بالاخره بېرته وطن ته راستون شو.

هغه وايي " یو دم دوه دومه، د دې لپاره چې ډېر کار وکړم پوډر مو څکول، یو نیم کال مې وڅکول او پسې معتاد شوم".

په دغه یو نیم سل بستریز روغتون کې بستر هغه ناروغان چې نورو هېوادونو کې معتاد شوي ژوند یې له سخت کړاو سره مخ دی.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي وايي تر هغې چې بې روزګارۍ او نشه يي توکو ته اسان لاسرسی موجود وي نو له بهره راغلو معتادینو سره سره په کور دننه هغو شمېره هم مخ په پورته روانه ده او که معتادین په پخپل ځان رحم ونه کړي خپلو کورنیو او ټولنې ته سرخوږی جوړولی شي.
XS
SM
MD
LG