د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د مېوو باغونه زیات شوي دي


په ننګرهار کې د مېوو باغونه زیات شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

په ننګرهار کې د مېوو باغونه ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي، د دې ولایت د کرنې مسئولین وايي باغونو د نشه يي توکو د یو ښه بدیل په توګه د ډېرو کروندګرو پام را اړولی دي.


په ننګرهار کې د مېوو باغونه ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي، د دې ولایت د کرنې مسئولین وايي باغونو د نشه يي توکو د یو ښه بدیل په توګه د ډېرو کروندګرو پام را اړولی دي.

د مېوو باغونو نه یوازې له باغوانانو سره له اقتصادي اړخه مرسته کړې بلکې ډېرو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د ننګرهار کرنې اداره وايي، د باغونو جوړول په هغه سیمو کې زیات شوي، چې تر دې وړاندې په کې خلکو کوکنارو کرل.

د دې ادارې رئيس انعام الله ساپی وايي چې د ننګرهار اب و هوا باغدارۍ ته مناسبه ده اوسږنی کال یې پر دوه زره دوه سوه جریبه ځمکه باغونه جوړ کړي اوپلان کې لری چې په تدریجې توګه د بېلابیل ډوله میوو ۴۰ زره جریبه نور باغونه جوړ کړي.

هغه وایي "موږ چې په کور دننه او بهر کې د تازه مېوې په بازار کې رقابت کوو نو ددې لپاره باید په راتلونکو څو کلونو کې څلوېښت زره جریبه نوي باغونه جوړ کړو او خوشبختانه باید ووایم چې اوس د باغونو د جوړولو لړس دومره تونده شوې ده چې د کروندګرو عرایضو ته رسیدګي نه شو کولای".

باغ لروونکي هم د باغونو له حاصلاتو خوښ دي او وایي، د کوکنارو پر ځای يې د حاصلاتو عواید څو چنده لوړ او په مارکيټ یې تقضی هم ډېر ده.

دا موسم په ننګرهار کې له سلګونه جریبه باغونو ۶،۵ زره ټنه د سخت زړو میوو حاصل ټول شوی، چې تر ټولو زیات یېشفتالو دی، چې د تېر کال په پرتلهد دوه چنده په زیاتوالي ۵ نیم زره ټنه کېږي.
XS
SM
MD
LG