د لاس رسي وړ اتصالات

هغه محصل چې د نشو له امله یې هر څه له لاسه ورکړي


هغه محصل چې د نشو له امله یې هر څه له لاسه ورکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

په نشو اخته شوی یو ځوان چې پخوا د فارمیسۍ محصل وو، تر درملنې وروسته د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې د رضا کار په توګه کار کوي.


په نشو اخته شوی یو ځوان چې پخوا د فارمیسۍ محصل وو، تر درملنې وروسته د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې د رضا کار په توګه کار کوي.

محمد وارث وايي تر اعتیاد وړاندې یې ښه کاروبار درلود، د انګلیسي زده‌کړې یې هم بشپړې کړي او په یوې ورزشي برخه کې یې نورو ځوانانو ته روزنه هم ورکوله خو کله چې په نشه‌يي موادو اخته شو هرڅه یې له لاسه ورکړل.

هغه وايي "مخدره مواو زما اقتصاد راڅخه واخیست، زما ټول عزت یې واخیست او زما صحت یې واخیست، هرڅه مې مکمل له لاسه ورکړل، زده کړې مې هم له لاسه ورکړې، پوهنتون راڅخه پاتې شوی د یو کال لپاره مې تعجیل اخیستی دی".

محمد وارث وايي په لومړي سر کې د خپلو ملګرو او د تره زامونو له خوا په اپینو روږدی شو او له هغې وروسته یې هیروییونو ته مخه کړه او پنځه کاله یې نشه‌يي مواد وڅکول.

دی چې له شاوخوا پنځوسو ورځو راهیسې په دې مرکز کې بستر دی وايي تر هغې چې سم په ځان ډاډه نشي له دې روغتون څخه نه وځي او د رضا کار په توګه په دې روغتون کې تر درملنې لاندې د نورو معتادینو خدمت کوي.

په نشو اخته شوی دغه ځوان وایي کله چې بشپړه روغ شي بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

دی وايي چې د نشه‌يي موادو کارول د انسان ژوند تباه کوي او له ټولو غواړي چې له دغو موادو څخه ځان لرې وساتي.
XS
SM
MD
LG