د لاس رسي وړ اتصالات

سید حنیف: تر هغه چې له نشه‌يي مواد پاک نه شم، کور ته نه ځم


سید حنیف: تر هغه چې له نشه‌يي مواد پاک نه شم، کور ته نه ځم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

سید حنیف چې د لوګر اصلي اوسېدونکی دی وايي که څه هم له اوږدې مودې راهیسې یې نشه‌يي مواد خوشې کړي، خو د خپلې کورنۍ د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یې د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې ځان بستر کړی دی.


سید حنیف چې د لوګر اصلي اوسېدونکی دی وايي که څه هم له اوږدې مودې راهیسې یې نشه‌يي مواد خوشې کړي، خو د خپلې کورنۍ د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یې د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې ځان بستر کړی دی.

دی وايي یوه ورځ خپل کور ته دننه کېده چې د کورنۍ غړو یې مخنیوی وکړ او ورته یې وویل تر هغې چې درملنه ونه کړې نو کور ته دې نه پرېږدو.

هغه وايي "دلته ځکه بستر یم چې ډېر اړ شوم د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته مې چې څومره وویل چې ما نشه‌يي مواد خوشې کړي، خو هغوی ونه منله او کور ته یې پرېنښودم، راته یې وویل تر هغې چې پوډر خوشې نه‌کړې کور ته دې نه پرېږدو، زه اوس اړ شوم چې ځان په روغتون کې بستر کړم ترڅو د هغوی ډاډ ترلاسه کړم".

دی وايي د لومړي ځل لپاره کلونه وړاندې په ایران کې لومړی په اپینو روږدی شو، چې د کار مالک یې ورته وویل که غواړې ډېر کار وکړې او زیاتې پیسې وګټې نو اپین وڅکوه ترڅو خوب در نه شي او شپه و ورځ کار وکړې.

سید حنیف وايي "ما دا ګومان نه کوه چې خاورې به مې په سر شي او معتاد به شم، نو ما د دې لپاره چې شپه او ورځ کار وکړم او زیاتې پیسې وګټم اپین وڅکول، نو کرار کرار د وخت په تېرېدو سره کله چې افغانستان ته راتلم نو په اپینو باندې پوخ روږدی شوی وم".

دی وايي په افغانستان کې په هیرویینو باندې هم روږدی شو او د وخت په تېرېدو سره یې خپله شتمني او په کورنۍ او ټولنه خپل باور له لاسه ورکړ.

د ده په وینا اوس یې پوخ هوډ کړی چې د نشه‌يي موادو له امله خپل بایللی باور بېرته ترلاسه او له خپلې کورنۍ سره یوځای له نشه‌يي موادو څخه پاک ژوند پیل کړي.
XS
SM
MD
LG