د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو د درملنې مرکز ته د نشه يي توکو د لېږد هڅې


د معتادینو د درملنې مرکز ته د نشه يي توکو د لېږد هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

ډاکټران وايي د نشه‌يي موادو مافیا هڅه کوي د معتادینو د درملنې مرکزونو ته نشه‌يي مواد دننه کړي او تر درملنې لاندې معتادینو ته په روغتون کې دننه د نشه‌يي موادو د کارولو زمینه برابره کړي.


ډاکټران وايي د نشه‌يي موادو مافیا هڅه کوي د معتادینو د درملنې مرکزونو ته نشه‌يي مواد دننه کړي او تر درملنې لاندې معتادینو ته په روغتون کې دننه د نشه‌يي موادو د کارولو زمینه برابره کړي.

د دغو مرکزونو له شمېرې په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې د ۲۵۰بستریز مرکز رئیس ډاکټر زلمي نورزي غوري امریکا غږ ته وویل چې هره اونۍ له ۱۰ تر ۱۵ تنه دغه مرکز ته د نشه‌يي موادو د لېږدولو په تور نیول کېږي.

ډاکټر غوري وايي "پایوازان راځي چې خپل مریضان ګورو موږ هلته یو ځای د ملاقات لپاره لرو چې تلاشي کېږي، له پایوازانو سره او له ناروغانو سره نشه‌يي موادو نیول کېږي".

د ډاکټر غوري په وینا د نشه‌يي موادو مافیا د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د نشه‌يي موادو د لېږدولو لپاره کسان استخداموي ترڅو د درملنې بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

هغه وایي که چېرې تر پنځو ګرامو نشه‌يي موادو په ځانګړي ډول هیرویین او شیشه د درملنې مرکز ته دننه شي او ناروغان ترې استفاده وکړي د دوی د درملنې ټولې هڅې له منځه ځي.

ډاکټر غوري له حکومت او په ځانګړي ډول له کشفي او امنیتي بنسټونو څخه وغوښتل چې د نشه‌يي موادو د مافیا په وړاندې جدی اقدام وکړي او د دغه غیرقانوني کار مخ ونیسي.
XS
SM
MD
LG