د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال معتاد شوم


ظریف: د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال معتاد شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

۳۵ کلن محمد ظریف وايي چې په افغانستان کې له یو ولایت څخه بل ولایت ته د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال لومړی په شیشې او وروسته په هیرویینو معتاد شو.


۳۵ کلن محمد ظریف وايي چې په افغانستان کې له یو ولایت څخه بل ولایت ته د نشه‌يي موادو د قاچاق پر مهال لومړی په شیشې او وروسته په هیرویینو معتاد شو.

هغه چې اوس په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز کې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې تر درملنې دی وايي کابو څلور کاله یې نشه‌يي موادو استعمال کړي دي.

دی وايي " زه داسې معتاد شوم چې یو وخت مې روزګار ډېر خراب وو، د کور خاوند به هره ورځ راڅخه د کور کرایه غوښتله، یو ملګري مې زه د نشه‌يي موادو له قاچاقبر سره مخامخ کړم، له اندراب څخه مو په هره پېره کې شل تر دیرشو کیلو چرس راوړل، ما به ډریوري کوله هماغه قاچاقبر راته یوه ورځ شیشه راکړه چې دا وڅکوه ترڅو خوب درنشي. له هماغې ورځې راهیسې په دې بلا کې ګیر شوم".

محمدظریف وايي په تیرو څلورو کلونو کې یې د نشه‌يي موادو د کارولو له امله ډېر زیانونه ولیدل خو کله چې په دې مرکز کې بستري شو ښه شوی دی او له خپلې درملنې څخه ډېر خوښ دی.

دی چې له اعتیاد څخه ډېرې بدې خاطرې لري له خلکو څخه غواړي چې له نشه‌يي موادو څخه ځانونه وساتي او هیڅ‌کله ترې کار وانخلي.

محمدظریف اوس په دغه مرکز کې رضاکار دی او غواړي چې د نورو معتادینو په درملنه کې د مرکز له مسولینو سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG