د لاس رسي وړ اتصالات

هغه ځوان چې د نشو له لاسه یې کوژدنه پاتې شوه


هغه ځوان چې د نشو له لاسه یې کوژدنه پاتې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

په ننګرهار کې په مخدره موادو اخته یو ځوان وايي چې د نشو له امله یې نه یوازې ښه ژوند له لاسه ورکړی بلکې هغه نجلۍ چې د ده په نوم وه بل چا ته واده شوې ده.


په ننګرهار کې په مخدره موادو اخته یو ځوان وايي چې د نشو له امله یې نه یوازې ښه ژوند له لاسه ورکړی بلکې هغه نجلۍ چې د ده په نوم وه بل چا ته واده شوې ده.

هغه چې د چرسو، ټابلیټ کا او پوډرو نشې کوي له کورنۍ لرې د سرک پر غاړه شپې سبا کوي.

نصیب خان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په نشه يي توکو معتاد دی، وايي په اول سر کې یې نصوار کول او بیا یې پسې چرس، ټابلیټ کا او وروسته هیروین شروع کړل.

وايي ښه کار روزګار یې کار کاوه، خو چې نشې یې ډېرې کړې نو ورو ورو ژوند تریخېدو، خو اوس داسې حالت ته رسېدلی دی چې هېڅ هېله او تمه یې نشته دی.

هغه وايي " چې هر ځای وغواړو، مخدارت پیدا کولای شو، ډېر په اسانۍ سره، چې باید مخنیوی یې وشي".

دی وايي په نشي توکو کې دومره ډوب شوی و چې د ده په نامه کړې جینۍ یې کورنۍ بل چاته ورکړه او واده شوه او ژوند یې ورځ تر بلې تریخېږي.

هغه چې یو ځل یې درملنه هم شوې، وايي که یې نشه يي توکي نه کارولی نو په دې نیمه شپه به یې په مردارو کوڅو او ډېرانونو کې نه سبا کېدلی.

XS
SM
MD
LG