د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د شیشې د استعمال پر زیاتوالي اندېښنې


کندهار: د شیشې د استعمال پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

په کندهار کې په نشه يي توکو د اخته کسانو په منځ کې د شیشې کاروونکي ورځ تر بلې پر ډېرېدو دي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.


په کندهار کې په نشه يي توکو د اخته کسانو په منځ کې د شیشې کاروونکي ورځ تر بلې پر ډېرېدو دي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د کندهار د ولایتي شورا مسئولین وايي چې د دغه نویو موادو له امله د سلګونو ځوانانو ژوند له تباهۍ سره مخ دی چې باید مخنیوی یې وشي.

په کندهار او جنوبي ولایتونو کې د نشه يي توکو د استعمال په برخه کې د میتامفیتامین یا سیښې د پراخ استعمال په اندېښنې ورځ تر بلي زیاتيږي.

د کندهار ولایتي شورا وايې چې پدې ولایت کې په یاده نشه د نویو ځوانانو روږدېدل د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

د ولایتي شورا ریس سیدجان خاکرېزوال وايې چې د ځينو کورنیو د بې پروايي له کبله هره ورځ لس ګونه نوي ځوانان په نشه روږدي کيږي.

هغه وايي "دا حالت بیخې د زغم نه دی، تر انفجار دا عمل زموږ د ټولنې لپاره خطرناک دی، په سلګونو ځوانان مو د ښار په مرکزي جاودو کې بې سرنوشته پراته دي، کورنۍ باید د خپلو ځوانانو نظارت زیات کړي او حکومت ته مو ویلي چې د درملني امکانات دې زیات کړي".

عمومي اندېښنه داده چې د نشه يي توکو د پراخ استعمال په وجه ګڼي هره ورځ نوي ټولنيزې ستونزې هم رامنځته کیږي.

روغتیايي مسئولین سره له دې چې د معتادینو د درملنې په برخه کې خپل امکانات محدود ګڼي تر څنګ يې د قانون له پلي کونکو بنسټونو څخه غوښتنه لري چې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG