د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: کروندګر د کوکنارو بدیلې پروژې غواړي


ننګرهار: کروندګر د کوکنارو بدیلې پروژې غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

ننګرهار کې که څه هم د کوکنارو د کښت کچه له دیارلسو ولسوالیو څخه اوس شپږو ولسوالیو ته راټیټه شوې، خو کروندګر شکایت کوي چې که دوی ته د دبدیلو پروژو چاره ګړندۍ شي نو د کوکنارو بوټي به ونه کري.


ننګرهار کې که څه هم د کوکنارو د کښت کچه له دیارلسو ولسوالیو څخه اوس شپږو ولسوالیو ته راټیټه شوې، خو کروندګر شکایت کوي چې که دوی ته د دبدیلو پروژو چاره ګړندۍ شي نو د کوکنارو بوټي به ونه کري.

ډېری هغه کروندګر چې کوکنار یې کرلي وايي پښېمانه دي، ځکه په کوکنارو کې د پخوا په څېر ګټه نشته.

د ننګرهار په خوږیاڼو کې د کوکنارو د حاصل ټولول په اخري مرحلو کې دي، ډېر کروندګر پښېمانه دي چې کوکنار یې کرلي.

کروندګر صابر خان وایي نه خو یې هغسې حاصل وکړ او نه یې نرخونه ښه دي، ځکه نو ایله دومره تمه لري چې کړی لګښت به پوري کړي.

هغه وایي " پخوا مو ډېر کوکنار کرل، ځکه ګټه یې کوله، خو اوس یې نه کرو، حکومت ته په کار ده چې له کروندګرو سره مرسته وکړي، تر څو نور له کوکنارو کرلو لاس واخلي".

ننګرهار کې د نشه یي توکو سره د مبارزې چارواکي وایي سږنی کال دغه ولایت د کوکنارو کښت له دیارلسو ولسوالیو شپږو هغو ته راښکته شوی او هغه هم د تېر په پرتله کمه اندازه شوی دی، خو څلور سوه جریبه ځمکه کې کرلي کوکنار یې بېرته اړولي.

د ننګرهار کرنې اداره وایي چې د اټکل له مخې په ننګرهار کې پر اوه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو هڅه کوي چې په شته هغو کې هم کروندګرو ته د بدیلو پروژو کچه لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG