د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي ستونزه


په کندهار کې نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي ستونزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

په کندهار کې په نشو توکو روږد کسان وايي چې په دغه ښار کې مخدره موادو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی دی چې د دوی شمېر ورځ تر بلې زیات شي.


په کندهار کې په نشو توکو روږد کسان وايي چې په دغه ښار کې مخدره موادو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی دی چې د دوی شمېر ورځ تر بلې زیات شي.

دوی وايي چې د ښار په هر ګوټ کې په اسانه نشه يي توکو کې پیدا کولای شي، چې دوی له نشه يي توکو لاس اخیستلو ته نه پرېږدي.

د نشه يي توکو پراخ موجودیت په نشه روږدي کسان د خپل اعتیاد اصلي لامل ګڼي.
پدې کسانو کې ځيني تازه په نشه روږدي شوي او لامل يې هم دا ګڼي چي له مارکېټ څخه په اسانی نشه يي توکي تر لاسه کولای شي.

خیرالله تازه په نشه يي توکو روږدی شوی وايي " بې کاري ده، کار نشته، چې کار نه وي نو سړي ته تشویشونه پیدا کیږي چې د داغه له لاسه په نشو اخته شوم".

د کندهار پوليس هم په ښار کې د نشه يي توکو د پلور او پېر ستونزه مني خو وايي چې پر وړاندي يې قانوني اقدامات کړي.

په کندهار کې په نشه د روږدو کسانو شمېر تر درې سوه زره زیات ښودل کیږي چې لاهم د نشه يي توکو د موجودیت له کبله دا شمېر ورځ تر بلې پسې زیاتیږي.
XS
SM
MD
LG