د لاس رسي وړ اتصالات

خوست: پر کروندګرو د وریجو تخم ووېشل شو


خوست: پر کروندګرو د وریجو تخم ووېشل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

د خوست د کرنې رياست په دغه ولايت کې پر ۱۵۰۰ کروندګرو د سيله ورېجو پنځلس ټنه اصلاح شوی تخم ,ووېشی کروندګر وايي چې دا به د کرنې د ودې او پرمختيا ترڅنګ د دوی د اقتصادي پياوړتيا لامل وګرځي.


د خوست د کرنې رياست په دغه ولايت کې پر ۱۵۰۰ کروندګرو د سيله ورېجو پنځلس ټنه اصلاح شوی تخم ,ووېشی کروندګر وايي چې دا به د کرنې د ودې او پرمختيا ترڅنګ د دوی د اقتصادي پياوړتيا لامل وګرځي.

هر يوه کروندګر ته د يوه جرېب ځمکې لپاره لس کيلو ګرامه تخم ورکول کيږي،‌خو کله چې حاصل ترلاسه کړي، د کرنې رياست يې بېرته ترې اخلي او د ترويج لپاره يې بيا پر نورو کروندګرو وېشي.

کروندګر محمد رووف شاه وايي "په خوست کې يې حاصل ښه دی، هغه سيمې چې اوبه لري،‌هلته ډېره ښه نتيجه ورکوي. زموږ په سيمه کې يې ښه نتيجه ورکړې ده. ښه تخم چې وکرل شي، ښه نتيجه ورکوي".

د خوست د کرنې رياست مسؤلين وايي،‌ دا لومړی ځل دی چې د دغه ولايت پر ۱۵۰۰ کروندګرو ۱۵ ټنه د سيله ورېجو اصلاح شوی تخم وېشي، ترڅو د زراعت د ودې ترڅنګ د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا لامل شي.

مسؤلين زياتوي چې د سيله ورېجو دا اصلاح شوی تخم يې له ننګرهار ولايت نه راوړی او د خوست اقليم ته په کتو سره دلته هم ښه نتيجه ورکوي.

په خوست کې د غټو ورېجو کرکيله له پخوا راهيسې دود ده، خو سيله ورېجې، چې بيه يې هم لوړه ده او ښه مارکېټ هم لري،‌تر اوسه په دغه ولايت کې نه دي ترويج شوي.

کروندګر وايي چې د حلالو کښتونو وده او پراختيا سربېره پر دې چې د هېواد د اقتصادي ودې لامل ګرځي، د مخدره توکو په ځانګړې توګه د کوکنارو کرکيلې په مخنيوي‌کې هم خورا مهم رول لري.

اوسمهال په خوست کې کوکنار نه کرل کيږي، خو شاوخوا دوولس کاله مخکې تڼي، عليشېر او سپېره د دې ولايت هغه سيمې وې، چې يو شمېر کروندګرو يې کوکنار کرل.

XS
SM
MD
LG