د لاس رسي وړ اتصالات

مطیع الله: که په نشو نه وم اخته شوی، د ډېرو ژوند به مې ژغورلی وو


مطیع الله: که په نشو نه وم اخته شوی، د ډېرو ژوند به مې ژغورلی وو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

په پکتیکا کې پو پخوانی پولیس چې د ماینونو په خنثی کولو کې یې نوم ګټلی وو، خپلو ملګرو په نشو اخته کړی دی.


په پکتیکا کې پو پخوانی پولیس چې د ماینونو په خنثی کولو کې یې نوم ګټلی وو، خپلو ملګرو په نشو اخته کړی دی.

مطیع الله چې اوس تر درملنه لاندې دی او د دندې پر مهال څو ځله چاودنې هم پر شوي، وايي که په نشو اخته نه وای کېدای شي د ډېرو کسانو ژوند یې ژغورلی وو.

هغه د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړي د ملي پولیسو په لیکو کې د پکتیکا په مختلفو سیمو کې دنده ترسره کړې.

په نشو اخته شوی دغه ځوان وایي د ماینونو له خنثی کولو سره یې زیاته علاقه درلوده او په همدې خاطر یې څو کاله وړاندې په دې برخه کې ځانکړې زده کړي ترسره کړې.

مطیع الله زیاتوي، د وخت په تېرېدو سره یې د ماینونو په خنثی کولو کې زیات مهارت پیدا کړ او د ولایت په کچه مشهور شو خو د یو پلان له مخې د ملګرو له لورې په مخدره توکو روږدی شو.

هغه وايي "زه د ماینونو انجنیر وم، ښه ژوند او وظیفه مې درلودل چې بازار ته به مخکې زه راوتلم ما به ماینونه خنثی کول خو کله چې زه معتاد شوم خپلو عسکرو او قومندانو لاس راڅخه واخیست په بازار کې به دوکاندارانو راپسې کتل چې غلا ونه کړي، مخدراتو داسې حال ته راورسولم"

‌‌مطیع الله په معتاد کېدو سره نه یوازي دنده له لاسه ورکړې بلکې په کور، کلي او ټولنه کې یې ژوند هم تریخ شوی دی، هغه وايي، د دندې پر مهال یې تر ۷۰ زیات بېلا بېل ډول ماینونه خنثی کړي دي او د سلګونو هېوادولو ژوند یې ژغورلی دی.

پر هغه د ماین خنثی کولو پر مهال یو ځل چاودنه شوې او یو وار پرې ځانمرګی برید شوی خو دواړه ځله ترې روغ وتلی دی.

مطیع الله شاوخوا یو نیم کال وړاندې نامزاد شوی هم دی خو وايي د اعتیاد له امله یې واده نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG