د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو کښتونه کم شوي خو کروندګر مرستې غواړي


په ننګرهار کې د کوکنارو کښتونه کم شوي خو کروندګر مرستې غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

په ننګرهار چې د کوکنارو کښت په کې د پام وړ کم شوی کروندګرو یې نورو حلالو کښتونو ته مخه کړې ده او وایي هر فصل د کوکنارو څو چنده حاصل اخلي


په ننګرهار چې د کوکنارو کښت په کې د پام وړ کم شوی کروندګرو یې نورو حلالو کښتونو ته مخه کړې ده او وایي هر فصل د کوکنارو څو چنده حاصل اخلي

خو دغه کروندګر وايي چې له دوی سره د بدیلو کښتونو، تخمونو، سړو خونو او بازار موندنې په برخه کې مرستې وشي.

په دغه ولایت کې چې د کوکنارو کښت پکې له دیارلسو ولسوالیو شپږو هغو ته راټیټ شوی، اوسېدونکي یې وایي څه خو کوکنارو ګټه نه کوله، څه حکومت فشار راوړ او مهمه دا چې کروندګرو نور داسې څه وکرل چې له کوکنارو یې حاصل او ګټه ښه ده.

دوی وایي چې که حکومت یې ور سره کروندو ته د اوبو رسولو، اصلاح شویو تخمونو او بازار موندنې اړخ کې کومک وکړي نو دغلته کوکنار نور هم راکمېدلی او یا صفر کېدلی شي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی ملک شمس الحق وايي " اوس څوک کوکنار نه کري، په سلو کې یې دوه درې هم نه کري، ډېر کم به پاتې وي، نور ټول نور کښتونه کري".

خو د کرنې اداره وایي هڅه کوي چې کروندګرو ته په ډېرو برخو مرستې وکړي تر څو خلک د کوکنارو کرلو محتاج نه شي او همدا شان دهقانان له اقتصادي اړخه په پښو ودرېږي.
XS
SM
MD
LG