د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان خپله څلورمه لوبه هند ته بایلوده


د افغانستان لوبډلې نن چهارشنبه نومبر ۳مه نیټه د شل اوریزو لوبو نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه له هندوستان سره تر سره کړه.

پچه د افغانستان کپتان محمد نبي وګټله او لومړی یې د بالینګ پریکړه وکړه.

د هندوستان اوپنران، کې ایل راهول او روهېت شرما چې په تیرو لوبو کې ښه نه وو ځلیدلي، دا ځل ډیر ښه ولوبېدل او دواړو لوبغاړو د لومړۍ ویکټې لپاره ۱۴۰ ګډې منډې جوړې کړې.

روهیت شرما په ۴۷ توپونو باندې ۷۴ او کې ایل راهول په ۴۸ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان یو بالر هم په دغه لوبه ښه ونه ځلېدل او یواځې ګلبدین نایب او کریم جنت یوه یوه ویکټه تر لاسه کړه.

د افغانستان د بالرانو له ډلې نوین الحق تر ټولو ډیرې منډې (۵۹) ورکړې.

د هند لوبډلې یواځې دوو لوبغاړو د لاسه ورکولو سره په ۲۰ اورونو کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې د افغانستان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې۱۴۴منډې جوړې کړې.

د لوبې په پیل کې د افغانستان دواړه د پیل لوبغاړي محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی د دریم اوور په پای کې اوټ شول. ځاځي ۱۳ او محمد شهزاد هیڅ کومه منډه جوړه نکړه.

افغانستان لپاره کپتان محمد نبي ۳۵ او کریم جنت ۴۲ منډې جوړې کړې.

په دغه بریا سره هند په نړیوال جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

د افغانستان راتلونکې لوبه له نیوزیلنډ سره د یکشنې په ورځ‌ د نومبر په ۷مه نیټه ده.

XS
SM
MD
LG