د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه 


د کرکټ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه په پاکستان کې باندې وبایلله.

د پنجشنبې د ورځې جنوري ۲۰ (مرغومې ۳۰) په لوبه کې پاکستان افغانستان ته د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبغاړو ۲۱۵منډې وکړې

افغانستان په خپلې لومړۍ لوبې کې پاپوانیوګیني ته ماتې ورکړې وه. دا لوبې د ویسټ انډیز په ټرېنېډاډ کې کیږي.

په افغان توپ وهونکو کې بلال سعیدي تر ټولو ډېرې منډې ۴۲، اعجاز احمد احمدزي ۳۹ او نور احمد لکڼوال ۳۹ منډې وکړې.

کپتان سلیمان ساپي او بل توپ وهونکی الله نور په حساس وخت کې په منډو کې (رن اوټ) وسوځېدل او شاید همدا د افغانستان دماتې یو علت وبلل شي.

په افغانستان توپ اچوونکو کې اظهارالحق نوید تر ټولو ډېر درې مخالف لوبغاړي وسوځول. نور احمد لکڼوال او نوید ځدراڼ دوه-دوه مخالف لوبغاړي او سمیع بلال یو مخالف لوبغاړی اوټ کړل.

د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه لوبه د شنبې په ورځ له زمبابوې سره ده. په نړیوال جام کې ټول ۱۶ لوبډلې دي او په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي. افغانستان په سي ګروپ له پاکستان، زمبابوې او پاپوانیوګینی سره دی.

له هر ګروپ څخه د سر دوې لوبډلې کوارټر فاینل ته لار کوي. په همدې حال کې ټاکل شوې چې نن شپه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په قطر کې له هالنډ سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي.

دا لوبه د کابل په وخت د سهار په شاوخوا ۱۱ بجو پیلیږي او د ۲۰۲۳ نړیوال کپ سیالیو ته د ورتګ پړاو بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG