د لاس رسي وړ اتصالات

د ګانا لوېدیځ کې چاودنې ۱۷ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ګانا حکومت د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) اعلان وکړ چې د دغه هیواد په لوېدیځ کې له یو موټرسایکل سره د چاودېدونکو موادو ډکې یوې باروړونکي لارۍ د ټکر او چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه لارۍ موټر د یو کان د استخراج لپاره چاودېدونکي مواد انتقالول.

د دغه چاودنې له امله یوه ژوره کنده رامنځته شوې او لسګونه ودانۍ یې په بشپړه توګه تخریب کړي دي.

تر چاودنې وروسته ژغورونکي ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او تر ویجاړو شوو ودانیو لاندې کسان ژغوري.

د ګانا د اطلاعاتو وزیر کوجو اوپونګ نکروماه تیره ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې په دغه پېښه کې د ۱۷ تنو وژل کېدل او ۵۹ تنو ټپي کېدل تائید کړل.

د ګانا د دغه چارواکي وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه پېښه له ترانسفامر سره نژدې د لارۍ او یو موټر سایکل تر ټکر وروسته رامنځته شوې ده.

ښاغلي نکروماه وویل چې د ټپيانو له ډلې ۴۲ تنه یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یو شمېر کسانو وضعیت نازک دی.

د ګانا ولسمشر نانا اکوفو دغه پېښه د اندېښنې وړبللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

ګانا په کانونو غني هیواد دی او په وار وار سره پکې مرګونې پېښې رامنځته شوي دي.

د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې هم د ګانا په مرکز کې ورته پېښه رامنځته شوه، هغه مهال د سخت باران له امله خلکو د تېلو یو ټانک ته پناه وړې وه چې وروسته په سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوه چې د تېلو ټانک ته هم ورسېده، په یاده پېښه کې ۱۵۰ کسان وژل شوي و.

د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې د ګانا په شمال کې د یو کان د غیر قانوني کیندنې پرمهال د کان ښویدو له امله لږ تر لږه ۹ تنه ووژل شول.

د ګانا په کانونو کې ورته پېښې په وار وار رامنځته کیږي په ځانګړي ډول په هغه کانونو کې چې په غیر قانوني ډول کیندل کیږي.

تر جنوبي افریقا وروسته ګانا په افریقا کې دوهم هیواد دی چې د سروزرو لوی کانونه لري.

XS
SM
MD
LG