د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د حشمت الله په کپتانۍ کې لومړنۍ نړیواله لوبه وګټله


دا لومړی ځل دی چې جشمت الله شاهدي د لوبډلې مشري کوي.
دا لومړی ځل دی چې جشمت الله شاهدي د لوبډلې مشري کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نوي کپتان حشمت الله شهیدي تر مشرۍ لاندې په لومړنۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کې هالنډ ته د ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره یې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړنۍ لوبه وګټله.

دا لوبې د قطر په پایتخت دوحې کې د افغانستان په کوربه توب کیږي.

افغانستان د هالنډ لپاره د ۲۲۲ منډو هدف ټاکلی و خو سیالې لوبډلې پوره نشو کړی او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.

د افغانستان لپاه د توپ وهنې په برخې کې تر ټولو غوره لوبه ځوان کپتان حشمت الله شهیدي وکړله. هغه ۷۳ منډې وکړلې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم تر لاسه کړه. رحمت شاه ۷۰ منډې وکړلې.

سره لدې چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۲۲ منډو هدف دومره ډیر نه وي او کپتان شاهدي هم ومنله چې تقریباً ۳۰ منډې نورې هم باید شوې وی خو افغانستان د راشد خان او مجیب الرحمان په شان توپ اچونکو په درلودلو سره سیاله لوبډله دیته هم پرې نښوده چې دغه نسبتاً کم هدف پوره کاندي.

راشد خان د هالنډ ۳ او مجیب الرحمان او تیز توپ اچوونکي یمین احمدزي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه ده.

افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره ۱۰ پواینټه تر لاسه کړل چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د سیالیو لپاره مهم دي. افغانستان اوس ۴۰ پواینټه لري او یوازې د سر اته لوبډلې په اتوماتیکه توګه دې جام ته لار پیدا کوي.

د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د لوبې څخه وروسته وویل چې غواړي د هالنډ څخه پاتې لوبې هم وګټي او پدې سره د زمبابوې سره د سیالیو لپاره چمتوالی ونیسي.

XS
SM
MD
LG