د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبان دې کابل کې د ورکوو شوو ښځینه فعالانو په اړه معلومات ورکړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په کابل کې د دوو ښځینه مدني فعالانو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن شنبه جنورۍ ۲۲( سلواغې دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان باید د ټولو افغانانو د دوی د ساتل کېدو د ځای په اړه معلوات ورکړي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي: "ملګري ملتونه خپلې مخ په زیاتېدونکي اندېښنې بیا شریکوي. راپور ورکړل شوی چې دوه افغان ښځینه فعالانې تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهېم خېل تیره چهارشنبه له خپل کور څخه تښتول شوي دي. موږ له طالبانو څخه غواړو چې د هغوی د ساتل کېدو د ځای او د ټولو افغانانو د حقوقو د ساتنې په اړه معلومات ورکړي."

یادې ښځینه فعالانې چې د حجاب او طالبانو د یولړ نورو محدودیتونو پر ضد یې د کابل ښار په وروستیو لاریونونو کې برخه اخیستې وه، د تیرې چهارشنبې په شپه یوې ویډیو کې ادعا وکړه چې د طالبانو اړوند کسانو یې پر کور چاپه وهلې ده.

د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په دغه پېېښه کې خپل لاس لرل رد کړل.

یاد ریاست پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې دوی په دې اړه معلومات نلري او نه هم یاده مېرمن د دوی د کسانو لخوا نیول شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم تیره ورځ وویل چې د تمنا زریاب پریاني په نوم مېرمنې پر کور د «اسلامي امارت» د هیڅ ارګان لخوا چاپه نه ده وهل شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي: "په ټولنيزو رسنیو کې د تمنا زریاب پریاني په نوم یوه ميرمن چې له خپل ځان څخه يې ويډيو کړې او داسې ښيي چې ګواکې د اسلامي امارت مجاهدینو د هغې په کور چاپه وهلې. واقعيت دادی چې په نوموړي میرمن د اسلامي امارت د هيڅ ارګان له لورې چاپه نه ده وهل شوې.متاسفانه ځينې کسان په اروپايي هيوادونو کې د پناه اخیستو او د مجاهدينو د بدنامۍ په غرض دا ډول هڅې کوي خو دا ډول کړنې په مجاهدینو پوري هیڅ تړوا نه لري."

خو تر دا مهاله بلې کومې ډلې یا کس هم د دغه دوو تنو ښځینه فعالانو د تښتول کېدو مسؤلیت نه دی منلی.

په دې وروستیو کې یو شمېر ښځو د کار او تعلیم د حق غوښتلو، د حجاب او ښځو په وړاندې د طالبانو د یو شمېر محدودیتونو پر ضد مظاهرې وکړې.

د یادو ښځو وروستۍ مظاهره چې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۶مه تر سره شوه، یادو مېرمنو ویل چې طالبانو یې د مظاهرې مخه نیولې او د ځینو مېرمنو پر مخ یې اوښلن ګاز پاشلی دی. خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې په دې وروستیو کې د بشري حقونو د یو شمېر ښځینه فعالانو سره لیدنه کې ویلي و چې بشري حقونه باید په دغه هیواد کې تر پښو لاندې نشي.

ټه نوډسن همدارنګه ویلي: "طالبان مسؤلیت لري ترڅو دا ډاډ رامنځته کړي چې په افغانستان کې بشري حقونه د ټولو لپاره په برابر ډول تضمینيږي."

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوه ډلې ویلي چې د طالبانو مشران په لویه پيمانه او سیستماتیک ډول د جنسیت په اساس تبعیض او له ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی بنسټیز کوي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د ښځو د فعالیت او اجتماعي حضور په اړه د طالبانو مقررات او پالیسۍ د ښځو او نجونو ډله ایز توبیخ او رټل بللي‌ دي.

خو طالب چارواکي وايي چې ښځو ته د «اسلام اصولو» په اساس خپل حقوق ورکوي.

XS
SM
MD
LG