د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالبانو ته: د ټولو افغانانو له برابرو حقونو څخه ملاتړ وکړئ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې هرکال د ډسمبر په ۱۰ لمانځل کیږي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له ډلې غوښتي دي چې د ټولو افغانانو د برابرو حقونو څخه ملاتړ وکړي.

په دې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازې ډیبرا لاینز له قوله ویل شوي:"د برابرۍ اصول او د تبعیض نشتون د ټولو لپاره د بشري حقونو له مهمو مزایاوو څخه شمیرل کیږي. موږ له طالبانو غواړو چې دا اصل په افغانستان کې په ورځني حقیقت بدل کړي."

یوناما لیکلي چې د سږ کال بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار "برابري" دی او دا اصل کولی شي د بیوزلۍ د کړۍ په ماتولو کې مرسته وکړي، دا په ټول هیواد کې ځوانانو ته یو ډول فرصتونه رامنځ ته کوي ، د سالم چاپیریال په وده او د بحرانونو او شخړو د ریښو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د طالبانو له ډلې غوښتي دي‌ چې د افغانانو د حقونو په ځانګړې ډول د میرمنو او نجونو د حقونو‌ په ساتنه کې په خپلو تعهداتو عمل وکړي او هغوی ته د زده کړو، کار او تګ راتګ آزاد چاپیریال رامنځ‌ ته کړي.

دې ادارې ویلي‌ دي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د افغانستان د اتباعو حقوق مخ په کمزوري کیدو دي.

په اعلامیه کې همدارنګه په افغانستان کې وروستیو تاوتریخوالو ته اشاره شوې او ویل شوي:"ملګري ملتونه همدارنګه په وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو، حکومتي کارکوونکو، لاریون کوونکو، د رسنيو د کارکوونکو، لږکيو او د بشري حقونو د مدافعینو د وژل کيدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتريخوالي او جبري ورکیدو د معتبرو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري."

د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ نومبر ۳۰ طالبان د افغانستان د پخواني حکومت د ۱۰۰ امنیتي ځواکونو په صحرایي محکمې او لادرکه کیدو تورن کړل.

یوناما له طالبانو غوښتي دې چې په دې اړه څیړنې وکړي او خپلې موندنې علني کړي او ددې ډول جرایمو د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ډسمبر په پنځمه وویل چې طالبانو د پخواني حکومت پوځي غړي ندي‌ وژلي.

عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې لیکلي: "مجاهدین په بشپړه توګه د عفو فرمان ته ژمن دي او د مخکنۍ ادارې کارکوونکي د خپل تیر مخالفت په وجه نه اذیت کیږي."

دا پداسې حال کې دي چې له دې څخه دمخه هم د طالبانو ډله د کورونو په تالاسئ او د افغانستان د مخکني حکومت د مامورینو او ځواکونو په نښه کولو تورنه شوی وه، هغه تور چې طالبالن یې ردوي.

XS
SM
MD
LG