د ورځې په پیل کې پچه د انګلستان د نولسو کلونو څخه ټیټ عمر لرونکې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بیټنګ) پریکړه وکړله. د انګلستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو په ۴۷ اوورونو کې ۲۳۱ منډې وکړې.
د افغانستان لوبډلې د انګلستان په ځواب کې یواځې ۲۱۵ منډې وکړې.
د باران له کبله لوبه څو ځلې وځنډېډله او ریفري د لوبې ۳ اوورونو له همدې کبله کم هم کړل خو لوبه په بشپړ توګه تر سره شوه.
د انګلستان لپاره جورج بیل ۵۶ او جورج تامس ۵۰ منډې جوړې کړې.
د افغان توپ اچوونکو له ډلې نور احمد او نوید ځدراڼ دوه دوه ویکټې او ننګیالي خروټي او اظهارالحق نوید یوه یوه ویکټه تر لاسه کړه.
کله چې د افغانستان لوبډله میدان ته د توپ وهنې لپاره راغله نو لومړۍ ویکټه د ننګیالي خروټي وه چې پرته له کومې منډې اوټ شو.
د دویمې ویکټې لپاره محمد اسحق او الله نور د ۹۴ منډو اوږده ملګرتیا وکړه.
کپتان سلیمان صافی پرته له کومې منډې اوټ شو.
د افغانستان لپاره الله نور ۶۰، محمد اسحق ۴۳ او بلال احمد ۳۳ منډې وکړې.
نوراحمد لکڼوال په ۱۹ توپونو ۲۵ منډې وکړې.